12 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په لوګر کې د ولسي جرګې په درېيو تنو نوماندانو وسله وال بريد

پل علم \باختردليندۍ دمياشتې٢١نيټه له لوګر ولايت څخه ولسي جرګې ته...

يو انس سره زر په ۱۲۴۳ډالرو وړاندې کېږي

کابل\باختر\ د ليندۍ د مياشتې۲۱ په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس...

په هلمند کې د یوې میاشتې په بهیرکې ۲۵۰ تنه طالبان وژل شوي دي

لښکرګاه/ باختر/ د لیندۍ ۲۱ مه د هلمند والي په دغه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجراييه رييس دملګروملتو دسازمان له استازي سره په کتنه کې :دملي وحدت حکومت دخپلو ژمنو په عملي کولو هوډمن دى .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل باختر دليندى څوارلسمه : دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون په سپيدار ماڼى کې دافغانستان لپاره دملګروملتودسازمان د عمومي منشي له ځانګړي استازي تداميچي ياماموتوسره وکتل . داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ . په دې کتنه کې دواړو لورو دژينو غونډه چې دملګروملتو دسازمان او دافغانستان دحکومت په ګډې رهبرى دنړيوالې ټولنې او دافغانستان دمتقابلو ژمنو دڅيړنې په مقصد جوړه شوې وه ، مثبته او بريالي وبلله . اجراييه رييس يوځل بيا دافغانستان لپاره دنړيوالې ټولنې اودملګروملتو دسازمان دهمکارى له امله قدرداني وکړه او ټينګار يې وکړ چې دملي وحدت حکومت دخپلو ژمنو په ترسره کولوهوډمن دى . ددغې غونډې په دوام دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان دسرمنشي استازي دژينو دغونډې دبريالي بللو په ترڅ کې ټينګار وکړ چې دسولې پروسه دې بايد دافغانستان په رهبري اومالکيت ترسره شي . ياماموتو دغه راز دسيمې او دنړۍ له هېوادونو څخه وغوښتل چې له خپلو ټولو ظرفيتونو څخه دې دسولې پروسې دګړندي کولو لپاره کار واخستل شي دواړو لورو دغه راز دانتخاباتواودافغانستان دروانو حالاتو په باب هم خبرې وکړې . ختم_ ف _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.