21 January 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د جمهوري ریاست مطبوعاتي اعلامیه

د جمهوري ریاست مطبوعاتي اعلامیه

کابل/ باختر/ د سلواغې د میاشتې ۱نېټه په میدان ښارکې د...

افغانانو ته د ويزې په ويشلو کې د آسانتياوو په رامنځته کولو کې د پاکستان ټينګار

افغانانو ته د ويزې په ويشلو کې د آسانتياوو په رامنځته کولو کې د پاکستان ټينګار

کابل \باختردسلواغې دمياشتې ١نيټه : پاکستان له افغانستان سره د تجارتي...

په هرات کې پر لسګونو ښځو جايزې وويشل شوې

کابل \باختردسلواغې دمياشتې ١نيټه : د حضرت محمد مصطفی (ص) د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تبصره

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل باختر دليندى ٢٠مه : په هغه هېواد کې چې په لسګونو کلونه کېږي جګړه او شخړه شتون لري دبشر دحقوقواو دهغو دتامينولو په باب خبرې سختوي . دباختراژانس سياسي مبصر ليکي: کلونه کلونه کېږي چې افغانستان دتپل شوې جګړې داور په لمبو کې سېځي او کلونه کلونه کېږي چې خلک يې دجګړې کړاوونه او دردونه زغمي چې پرديو په هغوى ټپلې دي . خو بايد هير نه شي چې دافغانستان ټولنې په تيره بيا دنړيوالې ټولنې په مرسته ددموکراسۍ او دنوې ټولنې په لوريون پيل کړى دى دا دغه مهم اصل يې په پام کې نيولى دى . په همدې دليل يې دبشر دحقوقو دخپلواک کميسيون په نامه يو کميسيون جوړ کړ چې دفرصت دبرابريدو په صورت کې دهغو کسانو په محاکمې بريالى شي چې دبشر دحقوقواو دهغو داساساتو پرضد يې عمل کړى دى خو د بدو شرايطو له امله دغه شان فرصت نه يواځې برابر نه شو بلکې د ډار اچوونکو ډلو شمير لاپسې زيات شو نورې نوې ډار اچوونکي ډلې جوړې شوې چې له دين څخه ددين پرخلاف او دانسان له نامه او دانسان پرخلاف دازادۍ له نامه او دمدني ازاديو له نامه څخه دوسيلې په توګه کار واخستل شي . دافغانستان داکثريت خلکو په باور هغه کسان چې ډار اچوونکي ډلې رامنځته کوي او په سيمه او نړۍ کې دسياسي اوپوځي موخو په خاطر له هغوڅخه ګټه اخلي په حقيقت کې په نړۍ کې د بشري حقوقو اصلي ناقضان دي . باورونه په دې دي چې هيڅ ډار اچوونکي ډله داستخباراتي کړيو او دهېوادونو له مرستې پرته نه شي کولاى آن ديوې مياشتې لپاره بشري ضد او انساني ضد موخې تعقيب کړي په هر صورت افغانستان په سخت سياسي او پوځي پړاو کې دى ددغه هېواد په ګوټ ګوټ کې دجګړې او سولې خبرې دتامل وړ دي . دبشري حقوقو دمسئلو او دارزښتونو دساتنې خبرې که چيرې په تيرو اوولسو کلونوکې له مخالفانو سره دسولې د هر راز خبرو محور وي دسولې خبرې دجنګي جنايتکارانو دمعافيت بهير په ځان پسې ونه لري د دموکراسۍ او ولسواکۍ پرمخ توره نه شي داهغه انديښنې دي چې خلک يې طرحه کوي بايد دخلکو دغوښتنو درناوى وکړو او دبشري حقوقو مسئلو ته په وګړني نظر وګورو چې کلونه کلونه يې قرباني ورکړي دي او کلونه کلونه په بېلابېلو نومونوکړول شوي دي . ختم _ فضل واحد _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.