17 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په لوګر کې د هېواد د خپلواکۍ په وياړ د ورزشي  نندارې جوړول

په لوګر کې د هېواد د خپلواکۍ په وياړ د ورزشي نندارې جوړول

پل علم / باختر\ د زمري٢٦مه د هېواد د خپلواکۍ د...

په پروان کې د طالبانو د درېيو مهمو غړو نيول کېدل

په پروان کې د طالبانو د درېيو مهمو غړو نيول کېدل

چاريکار / باختر\ د زمري٢٦مه د وسله والو طالبانو درې مهم...

په بغلان کې د دوو طالبانو نيول کېدل

په بغلان کې د دوو طالبانو نيول کېدل

پلخمري / باختر\ د زمري٢٦مه د بغلان پوليسو نن دوه طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په انتخاباتي کميسيون کې داصلاحاتو په رامنځته کولو دامريکا سفارت ټينګار .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردمرغومي دوه ويشتمه :
په افغانستان کې دجمهوري رياست دانتخاباتو په ترسره کولو کې  ځنډ په هېواد کې دننه دغبرګونونو ترڅنګ ديوشمير هېوادونو مقاماتو هم دهغه په باب نظر څرګند کړى دى .
يوشمير خلکو په انتخاباتو کې ځنډ دانتخاباتو په کميسيون کې اصلاحات بللي دي او يوشمير نورو بل څه فکر کوي .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دامريکا سفارت  ددغه موضوع په اړوند ديوې اعلاميې په ترڅ کې ويلي دي چې دافغانستان په انتخاباتي بنسټونو کې دجدي اصلاحاتو رامنځته کول ، لازمي دي .
دغه سفارت دغه راز ټينګار کړى دى چې دجمهوري رياست انتخابات  دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دپريکړې له مخې د تخنيکي او مديريتي ستونزو دلرې کولو په خاطر  ځنډول  شوى دى .
  دروسيې دبهرنيو چارو وزارت  دغه موضوع ته  له بلې  زاويې کتلى دى . او ديوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي  چې دغه ځنډ  دامريکا دمتحده ايالاتودنفوذ او فشارونو په دليل  ترسره شوې ده .او دغه راز  امريکا غواړي چې دافغانستان دسولې بهير  دخپل سناريو پربنسټ  جوړ کړي .
  په همدې حال کې  په کابل کې  دامريکا سفارت  دروسيې دبهرنيو چارو وزارت ددغو څرګندونوپه غبرګون کې ويلي دي چې دافغانستان د جمهوري رياست  په انتخاباتو کې دځنډ  تصميم ددغه هېواد دانتخاباتو دخپلواک کميسيون له خوا نيول شوى دى چې ددغه بنسټ دڅرګندونوله مخې  ، هغه ستونزې او چلنجونه  چې دولسي جرګې په انتخاباتو کې وې  لرې شي .
  دانتخاباتو دخپلواک کميسيون  دمهال ويش پربنسټ  ټاکل شوې وه  دافغانستان دجمهوري رياست انتخابات  د١٣٩٨ کال د وري دمياشتې په يو ديرشيمه نيټه   ترسره شي خو دانتخاباتو کميسيون اعلام وکړ چې په دغه بنسټ کې داصلاحاتو درامنځته کولو په خاطر  دجمهوري رياست انتخابات به  له دريو مياشتو ځنډ  سره د  ١٣٩٨ کال د چنګاښ دمياشتې په نهه ويشتمه نيټه ترسره شي .
  ختم_ ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.