20 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ډاکتر محب سعودي عربستان ته سفر وکړ .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د مرغومي څليرويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  دملي امنيت سلاکار ډاکتر حمد الله محب دچين ولسي جمهوريت ته له رسمي سفر وروسته پرون سعودي عربستان ته ورسيد .
باختراژانس ته  دملي امنيت دشورا دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې ، ډاکترمحب  سعودي عربستان ته  له سفر مخکې  په ابوظبي کې د متحده عربي اماراتو دملي امنيت  له سلاکار شيخ طحنون بن  زايد ال نهيان او دافغانستان دسولې په چارو کې دامريکا  دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليل زاد سره په دوبى  ښار کې  په جلا جلا توګه وکتل .
د متحده عربي اماراتو دملي امنيت له سلاکار سره په کتنه کې  ډاکتر محب  دافغانستان  په مشرى او مالکيت  دسولې دموضوعګانو او دغه راز د ډار اچونې پرخلاف  دګډې مبارزې په باب  هراړخيزې خبرې وکړې.
ټاکل شوې ده ډاکتر محب سعودي عربستان ته دسفر په بهير کې ددغه هېواد  له جګپوړو مقاماتو سره دافغانستان حکومت دسولې دخبرو او دګډو همکاريوپه باب  خبرې اترې وکړي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.