هند او له افغانستان سره نوې اقتصادي ژمنې .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باختر د مرغومي څليرويشتمه :
دهند دبهرنيو چارو وزيره وايي  چې هېواد يې  نيت لري چې دافغانستان په پراختيا کې ددريو مليادو ډالرو پانګونه وکړي .
دباختراژانس خبريال ليکي: دهند دبهرنيوچارو وزيرې سوشما سورج دغه څرګندونې دمرکزي اسيا ، هند او افغانستان دهېوادونو دبهرنيو چارو دوزيرانو په هغې غوڼده کې وکړې  چې پرون  دازبکستان ، دسمرقند په ښار کې جوړه شوه  هغې ويلي دي چې هند نيت لري دافغانستان په پراختيا کې ددريو ملياردو ډالرو پانګونه وکړي چې دغه پانګونه په دغه هېواد کې دثبات درامنځته کيدو لپاره يوه بله هڅه ده  .
هغې څرګنده کړه چې نوى ډيلي دافغانستان له خلکو او دولت سره چې ديوه دموکراتيک  سوله ئيز  او ثبات لرونکي هېواد دجوړولو لپاره هڅه کوي اودغه راز دافغانانو په رهبري  په افغانستان کې دسولې او روغې  جوړې درامنځته کولو لپاره دافغانانو او هېوادونو دهڅو ملاتړ کوي .
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پاکستان هلې ځلې کوي دافغانستان په سياسي اواقتصادي  ډګر کې دهند رول کم کړي .
  په دغو دواړو هېوادونو تور لګول شوى دى چې په افغانستان کې يوه نيابتي  جګړه تعقيبوي خو دافغانستان او هند دولتونودغه تورونه رد کړي دي
هندوان وايي چې دافغانستان په وړاندې څرګند او شفاف  نظر دى 
يوثبات لرونکي افغانستان چې ديوه قوي مرکزي حکومت له لوري  اداره شي  دهند په ګټه دى
په افغانستان کې رسمي سرچينو هم ويلي دي داسې نښې  نښانې  نه دي ليدل  شوي چې ثابته کړي چې هند له کوم بل  هېواد سره په افغانستان کې په نيابتي  جګړې  بوخت دى له يوه قانوني اومنتخب دولت سره مرسته نيابتي جګړه نه بلل کېږي .
هند دافغانستان ددوديز دوست  په توګه تل له افغانستان سره په دولت محورو اړيکو  باندې ټينګار کړى دى 
يوځل په پاکستان کې دپښتنو يوستر سياستوال دافغانستان او هند دوستي دسيمې دهېوادونو ترمنځ داړيکو يوه بيلګه وبلله .
هغه وويل موږ دهغه چاپه لور ځو چې موږ ته ګل راګوي دهغه چاپه لور يون  چې وينه اووحشت ورکړي د ليونتوب  نښه نښانه ده
نو افغانان له هند سره  ددوستي په انتخاب کې له تيروتنې سره نه دي مخامخ شوې .
هند دافغانستان لپاره روغتون ښوونځي سړک او بندجوړوي په داسې حال کې چې موږ دافغانستان لپاره باروت اوبم لېږو .
دادقيقه خبره ده چې هند اوپاکستان په افغانستان کې په يوې سيالۍ  بوخت دي هند غواړي چې په افغانستان کې يو قوي مرکزي نظام رامنځته شي چې دهېواد دستونزودحل کولو  قدرت ولري .
په داسې حال کې چې پاکستان خپلې ګټې دافغانستان په بې ثباتۍ کې  تعقيبوي او دواړه هېوادونه خپلو مقصدونوته درسيدو لپاره هڅه او هاندکوي .
په دې سيالۍ  کې يو دافغانستان له خلکو سره ددوستى له دروازې څخه رامخکې کېږي اوبل ددښمنۍ کدورت او ماجرا له لارې .
نو دافغانستان خلک په دې پوهېږي چې له چاسره دوستي وکړي او دچاله شر  څخه ځان وژغوري .
ديادونې وړ ده چې هند دهغو پنځو هېوادونو ترمنځ ځاى لري چې په تيرو اوولسو کلونوکې يې دافغانستان دبياجوړولو او ابادولو په کار کې يې له دغه هېواد سره زياتې مرستې کړې دي .
  ختم _عطاالله _ اکرم

back to top