16 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د بهرنيو چارو وزير په تاشکندکې د افغانستان د نوي سفارت د مجتمع د جوړولو بهير وکوت

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د مرغومي پنځه ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په تاشکندکې د افغانستان د نوي سفارت د مجتمع د ودانۍ د جوړولو بهير وکوت.
  د نوې ودانۍ په مجتمع کې د سفارت اداري برخه، د قونسلګري ودانۍ او د سفير د استوګنې ودانۍ شاملې دي چې د ۵ زره ۳۰۰ مربع متره ځمکې په ساحه کې جوړيږي او کار يې د  ٢٠١٧ ميلادي کال د نوامبر د مياشتې په ۱۷مه  د ۴ ميليونو ۶۹۰ زرو امريکايي ډالرو په لګښت پيل شوی و.
  رباني د جوړولو په حال کې د دغې مجتمع د ټولو برخو له کتنې وروسته، په ازبکستان کې د افغانستان سفير ته لارښوونه وکړه چې د جوړولو د بهير په ګړندي کولو سره دې دغه ودانۍ د افغانستان د خپلواکۍ د کاليزې (١٣٩٨هجري لمريز کال د زمري د مياشتې تر ۲۸مې) پورې پرانيستلو ته چمتو کړي.
  ختم- ج _ اکرم

Last modified on Tuesday, 15 January 2019 12:21

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.