20 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په غزني کې د لسګونو تنو طالبانو وژل کېدل

کابل/ باختر/ د کب د میاشتې ۱نېټه په غزني ولايت کې...

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل/ باختر/ د کب د میاشتې ۱نېټه د افغانستان د اسلامي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ناټو د پوځي کمېټې غړو په بروکسل کې پر افغانستان هم تمرکز کړی

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 نړيوالې خبري منابع \باختردمرغومي دمياشتې٢٧نيټه:
د ناټودپوځي کمېټې غړوپه بروکسل کې د خپلې پرونۍ غونډې په ترڅ کې پرافغانستان  هم تمرکز کړی دی.
په‌دې غونډو کې چې د کال په نیمایي کې د ناټو د پوځي کمېټې له‌خوا جوړېږي، د ناټو د ټولو غړو هېوادونو جګپوړو قوماندانانو برخه درلوده.
د دغې کمېټې مشر د بریتانیا د هوایي ځواک مارشال سر ستوورات پییچ وویل چې      د افغانستان په اړه د ناټو ژمنې پر خپل ځای دي. د افغانسان په اړه زموږ ژمنې نه بدلیدونکې دي، په ‌دې هېواد کې وضعیت ستونزمن دی، خو افغان امنیتي قواوې په جدیت کار کوي، څو د خپل هېواد امنیت ټینګ کړي او نه پرېږدي چې هېواد یې یو       ځل بیا د تروریستانو په امن ځای بدل شي.  
دغه څرګندونې داسې مهال شوي چې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو اوازو     د خلکو ترمنځ انديښنه رامنځته کړې ده.   
پاى \ذکرالله \

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.