20 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په غزني کې د لسګونو تنو طالبانو وژل کېدل

کابل/ باختر/ د کب د میاشتې ۱نېټه په غزني ولايت کې...

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل/ باختر/ د کب د میاشتې ۱نېټه د افغانستان د اسلامي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

له ترهګرۍ سره پر ټولیزې مبارزې ټینګار وشو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل \باختر\ د مرغومي د مياشتې٢٧مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌‌ډاکټر حمدالله محب او د هېواد د ملي امنیت عمومي رییس محمد معصوم ستانکزي نن له غرمې مخکې په کابل کې د چین، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او قرغزستان له سفیرانو سره په دلکشا ماڼۍ کې له ترهګرۍ سره په ګډې مبارزې او د سیمه ییزو همکاریو په پياوړتيا بحث او نظریات شریک کړل.
د ملي امنيت شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
افغان لوري له ترهګرۍ سره د مبارزې په ځانګړې توګه د داعش د ځپلو په برخه کې د حکومت وروستۍ لاسته راوړنې غونډې ته وړاندې کړې او زیاته یې کړه چې افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی او په دې برخه کې ټولیزو همکاریو ته اړتیا ده.
د یادو هېوادونو سفیرانو هم له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغان حکومت د هڅو قدرداني وکړه او ټینګار یې وکړ چې په دې اړه له افغانستان سره هر‌‌‌‌‌‌ ‌‌‌‌‌‌راز همکاریو ته چمتو دي.#

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.