20 March 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دبغلان په بزګرانو دڅارويو خوراکي توکي وويشل شول .

دبغلان په بزګرانو دڅارويو خوراکي توکي وويشل شول .

کابل باختر د کب اته ويشتمه : دبغلان ولايت دکرنې...

پنځه ويشت ټنه  تيرتاريخ او بې کيفته درمل له منځه يوړل شو .

پنځه ويشت ټنه تيرتاريخ او بې کيفته درمل له منځه يوړل شو .

کابل باختر د کب اته ويشتمه : دعامې روغتيا وزارت موظفينو...

دښځو چارو وزارت دمشرتابه هيئت پيغام .

دښځو چارو وزارت دمشرتابه هيئت پيغام .

کابل باختر د کب اته ويشتمه : د ١٣٩٨ لمريز نوي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دمسکو دخبرو دګډون کوونکو لپاره دافغان ښځو شپږ فقره ييزه اجندا

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغې شپاړلسمه :
تاريخ ښودلې ده  چې افغان ښځې تل په سم سياسي تګلوري کې روانې دي . هغوى تل ددموکراسۍ او دټولنيزې پرمختيا پلويانې دي له جګړو او محدوديتونو سره سره  ښځو دخپلو مهارتونو دودې او دخپل هېواد دپرمختيا په برخه کې  کارنده ونده اخستې ده .
  هغوى  په انتخاباتو کې کارنده ونده لرله ،  دوزارتونو مشرتوب يې په غاړه واخست او دپوهنې ، ښوونځيو او دروغتيا دپراختيا په برخه کې يې  ديادونې وړ خدمتونه  برابر کړي دي . او دنورو نسلونو دښه ژوندانه  دزمينې دبرابرولو په لاره کې يې  مهم رول لوبولي دى . اوپه خپلو فعاليتونوسره يې  په ښځو لګول شوي  محدوديتونه  له منځه وړي دي او ددغه شان بدلونونو درامنځته کولو لپاره يې په وار وار  خپل ژوند هم  له خطر سره مخامخ کړي دي.
دطالبانودواکمنى ددوران په ګډون په افغانستان کې دڅو لسيزوجګړو اووينې توييدو او دتروريزم پرخلاف  مبارزه کې په مليونونو تنه  افغان ښځې ، کونډې ،  ماشومان يې  يتيمان او  نارينه  معلول او معيوب  شول . موږ افغان ښځې باور لرو چې دافغانستان  دڅلورو لسيزو جګړو هيڅ ګټوونکى  نه دى لرلى او هيڅ  نارينه بايد دتاوتريخوالي  اوويجاړتياو په خاطر ونه وياړي . يواځې ديوسملاسي اوربند دټينګښت په صورت کې چې ددايمي سولې سبب شي  کولاى شي  تاسې  وياړمن کړي .له ټولو څخه مهمه داچې  افغان ښځې  تل سوله پالې دي . هم په  کور کې او هم په ټولنه کې  يا دهېواد په کچه  دکورنيو جګړو په وخت کې  په داسې حال کې چې ښځې تر جنسي تيري لاندې  ونيولې شي ، ووژلې شوې او ټپيانې شوې . اويا هم دې ته اړې شوې  چې له خپلو  کورونو څخه  ووځي خو ډير کم  ليدل شوي دي  چې خپلوموخو ته  درسيدو په خاطر يې  په تاوتريخوالي لاس پورې کړى  وي ،.  نن نارينه سياست وال او دهغوى  نړيوال  موتلفان دسولې دخبرو په باب له طالبانو سره  خبرې کوي . موږ افغان ښځې ددغه بهير له امله  ډيرې انديښمنې يو ، ددغې اعلاميې له لارې موږ له هغو ټولو  نارينه و څخه  چې دسولې په خبرو کې ګډون کوي غواړو چې :
١_ سياسي نظام مه بدلوى.: هغه سياسي نظام او دموکراسي چې دطالبانو درژيم  له راپرځيدو  وروسته  رامنځته شوي دي  ،  افغان ښځې يې  ځواکمنى کړې دي .عامو ادارو دښځو لپاره داستخدام ،  زده کړو ، مسلکي مهارتونو دميندو د مړينې دکچې د ټيټولو او دنسبي امنيت  زمينه برابره کړې ده .
دسولې دخبرې دې بايد ددموکراسۍ  دنوي نظام په بيه  تمامې نه شي . او دبېلابېلو اړخونو ترمنځ دوزارتونو په ګډون ددولتي ادارو تجزيه ، دافغان ښځو لپاره  دمنلو وړ نه ده . دموکراسي بايد دسياسي ګوندونودمعاملې وړ ونه ګرځي .  ٢_ له قانون او عامه نظم سره  معامله مه کوئ :  هغه اړو دوړ چې دوخت دشوروي  جمهوريتونو داتحاد دپوځيانو په وتلو سره دافغانستان دپوليسو او اردوله منځه تللو وروسته  رامنځته شو دهېواددښځو په ګډون په افغانستان  باندې نه جبيره کيدونکي ګوزار وکړ . دامنيتي ځواکونو لغوه کول يواځې کولاى شي دافغانستان د ټينکاو مخالفان  راضي کړي . او يوه  بشپړه او نه جبيره کيدونکي تيروتنه ده اوبايد پرې نه ږدولکه څنګه چې  دپاکستان دوخت دصدراعظم نوازشريف په واسطه  دغه عمل دپاکستان يوه تاريخي لاسته راوړنه وبلل شوه  ،  بياتکرار شي .
هغه افغان نارينه  چې دسولې په خبرو کې ګډون کوي  بايد په څرګند ډول په دې پوه شي  چې دهېواد دامنيتي ځواکونو لغوه کيدل  دهېواد داتباعو په توګه دافغان ښځو لپاره  يوه شنه کرښه ده . چې بايد له هغې څخه تيرې نه شي . دافغانستان دامنيتي ځواکونه بايدسياسي نه شي . اوبايد ديوه ملي جوړښت په توګه  چې په هغه کې دافغانستان له بېلابېلومليتونو څخه ښځې او نارينه  ونده لري  وساتل شي . دپوليسو او اردو په ګډون افغان امنيتي ځواکونه دهېواد دامنيت په تامينولو  ژمن دي او دتمويلوونکو هېوادونو  ماليې ورکوونکو دهغوى دمهارتونو په وده او پرمختيا کې ستر رول لوبولي دي . او ددغو ځواکونو  په قربانيو بايد  سترکې پټې نه شي .
  ٣_  افغان ښځې دې بايد دخبرو په ميز کې کارنده شتون ولري : په داسې حال کې چې يوشمير  ښځې به  دسولې په خبرو کې ګډون وکړي چې موږ  دهغوى دشتون ملاتړ کوو . او هغه  دافغان ښځو دلاسته راوړنو يوه برخه بولو . موږ  دسولې په خبرو کې دښځو دمانا لرونکي شتون  غوښتنه کوو .دلته  دافغانستان په ګوټ ګوټ کې له ښځو څخه  يو قوي غورځنګ شتون لري  چې دټولو ولايتونو او مليتونو استازيتوب کوي . دغه ښځې دې بايد دسولې په خبرو کې  ونډه ولري .  دسولې په خبرو کې دښځو شتون  بايد په سياسي ګوندونو پورې  محدود نه شي . ښځې دې بايد په رښتيني توګه او په مانا سره  په خبرو کې  ګډون وکړي .
٤_  دبشر دحقوقو له تامين پرته  سوله بايد ونه مني : افغان ښځې سوله دخپلو بنسټيزو  ازاديو دله لاسه ورکولو په  بيه نه غواړي هغه سوله چې دښځو حقوقو او دهغوى بنسټيزو ازاديو ته ګواښ وي  هيڅکله به  دوامداره نه وي . محدوديتونه آن  په لنډ مهال ډول دسولې او امنيت په نامه دښځو په حقوقو هيڅ  دمنلو وړنه  دي .   دسولې دموافقه ليک دبشپړيدو په صورت کې دې دښځو لپاره  دژوندانه  حق  په روغتيا اوښوونې دلاسرسي  حق ،  دټولنيز خوځښت دازادى  حق او په سياسي  اقتصادي او ټولنيزو فعاليتونوکې  دفعال ګډون حق  بايد  تضمين شي .
  ٥_ دښځو دحقوقو په باب  په څرګند ډول خبرې وکړي : هغه نارينه چې په دغو خبرو کې  ګډون کوي بايد داپه ډاګه کړي  چې دښځو له حقوقو سره  په هيڅ نامه  معامله نه کېږي . افغانستان په اوس وخت کې  يواسلامي هېواد دى او افغان ښځې  داسلامي فرهنګ او ادب  په پام کې نيولو سره ژوند کوي . 
دې ته اړتيا نشته  چې د ښځو ژوند  بيا  تر تحليل او تفسير  لاندې ونيول شي که چيرې  بيا تفسير او تحليل ته  اړتيا وي بايد هغه دانسانانو ژوندانه او کرامت ته  ددرناوي په باب  وکړو ،.  بايد يواځې ښځې  دنورو  ښځو  دحقوقو دفاع  ونه کړي . موږ ددې هېواد په پرمختيا کې  له تاسو سره  ملګري يو او تاسې  له ترلاسه شوي  موقعيت څخه  کولاى شئ  دښځو دګټو په خاطر هم فعاليت وکړئ .
٦_ افغانستان يوځل بيا له تجريد سره مه مخامخ کوئ : له هغو زياتو پرمختګونوسره سره  چې په وروستيو اتلسو کلونو کې ترسره شوي دي افغانستان لاتراوسه پورې هم په نړيوالو مرستو اړه لري موږ  ديو ملت په توګه بايد دپوليو په شان  ناروغيو دله منځه وړلو ، دميندو اوماشومانو دمړينې دکچې  دټيټولو ، په نړۍ کې دوګړو دزيات شمير دلرلو په خاطر  دهېواد دوګړو دحالت  دمديريت  او د وروستيو وچکاليو په شان د طبيعي افتونو دله منځه وړلو په خاطر په کار لاس پورې کړو افغانستان په دې موده کې  دسيمې او نړۍ په کچه  دسوداګرى په برخو کې  دپاملرنې وړ  پرمختيا  کړې ده .  له هرې معاملې څخه  چې په راتلونکې کې  داقتصادي بنديزونو  درامنځته کيدو سبب شي .او زموږ هېواد بيا  دبې وزلي په لور سوق شي  په جدي توګه مخه ونيول شي
  موږ افغان ښځې باور لرو چې  دسولې په خبرو کې برخه وال نارينه  کولاى شي  له موږ سره يوځاى کار وکړي  تر څو  يوې دايمي سولې ته  چې دټولنې ستره اړتيا ده ورسيږو موږ هيله لرو  چې دسولې دخبرو په بهير کې  خپله  کارنده ونډه  ولوبوو . 
  ختم_ ف _ اکرم

Last modified on Tuesday, 05 February 2019 13:13

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.