26 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهار کې ددريو تنو داعشيانو وژل کيدل

کابل باختر دغبرګولي پنځمه : دننګرهار په ولايت کې...

په قندهار کې دڅوارلسو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر دغبرګولي پنځمه : ١٤ تنه وسله وال ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کاپوهان: بې پروګرامه سوله کوم ځاى ته نه رسېږي خلک : بېړنۍ سوله به په درد و نه خوري

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دسلواغې دمياشتې ١٧نيټه :
د طالبانو له ډلې سره د سولې د خبرو بهير په بيړې سره دوام لري، خو هغه څه چې  د خبرو نتيجې ته راګرځي؛ له همدا اوس څخه روښانه ده.
زياتره سياست پوهان څه په انتخاباتي، سيمه ييزو او له سيمې څخه بهر سياليوکې د خلکو په غوښتنو او اړتيا تکيه کوي . د ولسواکۍ او د خلکو په اراده د جوړ شوي نظام ځانګړتياوې هم د خلکو د ملي او نړيوالې غوښتنې او ارادو ته پاملرنه جوړوي .
له همدې ځايه دى چې وايي، رښتينې سوله هغه وخت رامنځته کيږي چې دولت دخلکو د ارادې د تمثيلوونکي په توګه د سولې د خبرو په بهيرکې شامل شي او په هر راز موافقه او تعامل کې دخلکو په دريځ عمل وکړي.
هغو غونډو ته پاملرنې سره چې دلته او هلته د افغانستان د سولې په باب جوړيږي، د خلکو ځاى تر اوسه پورې تش دى. ښايي يوشمېر خلک دسياستوالو، سياسي شخصيتونو او ګوندونو په ناسمې محاسبې سره د خلکو له آدرس څخه ټاکل شوي وي، زياتره کارپوهان داسي فکر کوي چې د سولې بيړنی بهير، خبرې اترې بې پروګرامه کړې دي.
د دوى په باور: د اوږدې جګړې پاى ته رسول د پروګرام غوښتنه کوي.
د سياسي چارو کارپوه جنرال عتيق الله امرخيل په دې باب وويل چې دغه شان بې پروګرامه غونډې مطلوبه نتيجه نلري.
د ده په باور: دايمي سوله هغه وخت رامنځته کيږي چې خبرې اترې او مذاکرات د افغانانو ترمنځ ترسره شي. د افغانستان په ستونزه کې ښکيل هېوادونه په واحدې اجندا سره په خبرو کې شامل شي او په تېره بيا د ملګرو ملتو سازمان د دغه بهير څارنه وکړي.
ده د مسکو غونډې ته په اشارې سره وويل چې د مسکو د غونډې نتيجې حقوقي اړخ نلري.
په همدې ترتيب د ملي شورا غړې فوزيه ناصريار دجنرال امرخيل له نظر سره موافقه ده.
دې د باختر آژانس خبريال ته وويل چې بيړنۍ سوله اړو دوړ له ځانه سره لري .
دې د طالبانو د استازو نظر ته په پاملرنې سره وويل چې طالبان غواړي افغانستان تېرو تيارو ته را وګرځوي؛ هغه څه چې خلک يې نه غواړي.
په همدې حال کې متقاعد محمد عالم وويل: هر څوک غواړي په يو ډول نه يو ډول لوبه وکړي، هر څوک غواړي چال لاړ شي او هر څوک د خلکو په استازيتوب خبرې کوي .
ده وويل: د ګوندونو استازي آن د خپلو  ګوندونو استازيتوب نشي کولاى، څه د خلکو له آدرس څخه.
دغه خبرې اترې ښيي چې يوازې خلک، د هېواد مشرتابه او نظام کولاى شي  افغانستان ته په پروګرام سره د سولې زيرى راوړي .         
پاى\ج \ ذ

Last modified on Wednesday, 06 February 2019 13:05

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.