20 March 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دبغلان په بزګرانو دڅارويو خوراکي توکي وويشل شول .

دبغلان په بزګرانو دڅارويو خوراکي توکي وويشل شول .

کابل باختر د کب اته ويشتمه : دبغلان ولايت دکرنې...

پنځه ويشت ټنه  تيرتاريخ او بې کيفته درمل له منځه يوړل شو .

پنځه ويشت ټنه تيرتاريخ او بې کيفته درمل له منځه يوړل شو .

کابل باختر د کب اته ويشتمه : دعامې روغتيا وزارت موظفينو...

دښځو چارو وزارت دمشرتابه هيئت پيغام .

دښځو چارو وزارت دمشرتابه هيئت پيغام .

کابل باختر د کب اته ويشتمه : د ١٣٩٨ لمريز نوي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغانستان او ګرجستان جمهوررئیسانو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / باختر/ دسلواغې د مياشتې ٢٠مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون مازیګر د ګرجستان جمهوررئیسې  سالومه زورابیشویلي سره چې د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلې وه، په ارګ کې وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دواړو جمهوررئیسانو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، سولې پروسې، ټاکنو، د تروریزم پر ضد د ګډې مبارزې، سیمه ییز اتصال او په افغانستان کې دغوڅ ملاتړ په چوکاټ کې د ګرجستاني ځواکونو د رول په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني د ګرجستان جمهوررئیسې او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانستان سره د یاد هېواد د همکاریو په ځانګړي ډول د لاجورد لارې د پرانیستې د موافقه ليک د اجرائي کېدو او له دې لارې د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره داسانتیاو د ایجاد او غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د دې هېواد د ځواکونو د فعال رول قدرداني وکړه.
د ګرجستان جمهوررئیسې سالومه زورابیشویلي افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
هغې وړاندیز وکړ، د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه دې د دواړو هېوادونو پلاوي یوه بل هېواد ته سفر وکړي. ده دغه راز جمهوررئیس غني ته ګرجستان ته  د رسمي سفر بلنه هم ورکړه.
جمهوررئیس غني د ګرجستان د جمهوررئیسې د بلنې منلو څخه په مننې وویل، په مناسب فرصت کې به دغه هېواد ته سفر وکړي.
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، دا مهال افغانستان په بېلابېلو په ځانګړي ډول د اصلاحاتو په برخه کې د ګرجستان له تجربو استفاده کوي او د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په موخه د دواړو هېوادونو  د پلاویو سفرونه ګټور واقع شي.# پاى- سعيده

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.