27 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د اجرائيه رياست يو سلاکار په کندز کې ترور شو

د اجرائيه رياست يو سلاکار په کندز کې ترور شو

کابل/باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۶ مه د اجرائيه رياست سلاکار...

  په بدخشان تېرتاريخ خوراکي توکي راټوليږي

په بدخشان تېرتاريخ خوراکي توکي راټوليږي

کابل/باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۶ مه په بدخشان ولايت کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سرور دانش : دانتخاباتو دقانون په تعديل کې ټول موافقه لري .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردسلواغې شلمه :
په کابل کې دامريکا دسفير مرستيال کرن ديکر نن دجمهوري رياست له دويم مرستيال استاد سرور دانش سره وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  دجمهور رييس مرستيال  له تروريزم سره  په جګړه او دافغانستان  په بيا جوړولو کې  دامريکا ددولت او خلکو دهمکاريو له امله قدرداني وکړه او ددواړو هېوادونو ترمنځ يې دمقتابلې  همکارى په پراختيا او دستراتيژيکي اړيکو په پياوړتيا باندې ټينګاروکړ
استاد دانش هغې مشورتي غونډې ته په اشارې سره چې دروان کال دسلواغې دمياشتې په نولسمه نيټه دجمعې په ورځ دجمهوري رياست دانتخاباتو له يوشمير نوماندانو او دسياسي ګوندونو له يوشمير مشرانو او استازو سره دجمهوري رياست په ارګ کې جوړه شوه وويل چې انتخاباتي اصلاحات او دانتخاباتو دقانون تعديل  دټولو دموافقې  وړ دي
دجمهور رييس مرستيال زياته کړه چې په پرونۍ مشورتي غونډه کې دانتخاباتي اصلاحاتو او دانتخاباتو دقانون دتعديل په برخه کې بشپړ تفاهم شتون درلود او په اختلافي  مواردو کې به په هغو مشورتي  غونډو کې چې نن اوسبا له بېلابېلو اړخونوسره جوړېږي لازم تصميمونه  ونيول شي .
په دې کتنه کې دامريکا دسفير مرستيال دانتخاباتي اصلاحاتو او دانتخاباتو دقانون دتعديل  لپاره دافغانستان دحکومت  د هڅو اوهاند هرکلى وکړ او هيله يې وکړه چې ددغواصلاحاتو په تطبيق  سره دانتخاباتو بهير په شفاف اوسراسري  ډول ترسره شي .
ده وويل چې دافغانستان نړيوال همکاران په تيره بيا د امريکا دولت او په کابل کې دملګروملتو دسازمان د نمايندګي  دفتر دقوانينو داصلاح او تعديل او له دې جملې څخه دانتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې دجمهور رييس دمرستيال درهبرى او مديريت په نيت  بشپړ باور او ډاډ  لري . په هغو  غونډو کې چې په انتخاباتي اصلاحاتو او دانتخاباتو دقانون په تعديل کې دزياتو خبرو لپاره  جوړېږي  دجمهوري رياست  دنوماندانو ، سياسي ګوندونواوپه انتخاباتو پورې اړوند دمدني بنسټونو او دافغانستان دحکومت يوشمير استازي ګډون لري .
  ختم-عطاالله _ اکرم

 

Last modified on Sunday, 10 February 2019 05:13

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.