20 March 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دبغلان په بزګرانو دڅارويو خوراکي توکي وويشل شول .

دبغلان په بزګرانو دڅارويو خوراکي توکي وويشل شول .

کابل باختر د کب اته ويشتمه : دبغلان ولايت دکرنې...

پنځه ويشت ټنه  تيرتاريخ او بې کيفته درمل له منځه يوړل شو .

پنځه ويشت ټنه تيرتاريخ او بې کيفته درمل له منځه يوړل شو .

کابل باختر د کب اته ويشتمه : دعامې روغتيا وزارت موظفينو...

دښځو چارو وزارت دمشرتابه هيئت پيغام .

دښځو چارو وزارت دمشرتابه هيئت پيغام .

کابل باختر د کب اته ويشتمه : د ١٣٩٨ لمريز نوي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تبصره

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردسلواغې شلمه :
دملګروملتو سازمان ډير ستر اوپياوړى نړيوال سازمان دى چې په ځان پورې مختصې ځانګړتياوې او واکونه لري  او ټول غړي دهغه دمنشور او پريکړو په رعايتولو ملزم دي
دباختراژانس مفسر ليکي: دافغانستان حکومت له روسېې  څخه دملګروملتو سازمان ته شکايت کړى دى
دشکايت دليل دا دى چې روسېې دطالبانو دمرکچي هيئت هغو غړو ته مسکو ته دسفر اجازه ورکړې ده چې نومونه يې دملګروملتو دسازمان په تور فهرست کې شامل دي او تراوسه پورې  دهغوى نومونه له فهرست څخه لرې شوې نه دي .
مسکو  دتيرې اوونۍ دسه شنبې او چارشنبې په ورځو  دهغې غوڼډې  کوربه توب وکړ  چې په  هغې  کې په قطر کې  دطالبانو دسياسي دفتر دپخواني رييس   شير محمد عباس استانکزي  په رهبرى  دطالبانو دډلې  لسو تنوغړو او هم دافغانستان  سياسيونو ګډون کړي و .
  افغان مقامات وايي  چې عباس استانکزي په ګډون دطالبانو هيئت څلور تنه غړي دملګروملتو دسازمان  په بنديزونو کې شامل دي  اوبهرنيو هېوادونو ته  دسفر حق نه لري .
خو دروسيې په ګډون يوشمير هېوادونو دملګروملتو دسازمان  په بنديزونو په سترګې پټولو سره  خپلو هېوادونو ته  ددغې ډلې غړو ته  دسفر اجازه ورکړې ده چې  داپه خپله  دملګروملتو دسازمان  دلارښوونو او پريکړو څرګند نقض دى .  نن طالبانو ته په دوحه کې دوه دفترونه جوړېږي چې دهغو دموندلو لپاره پته شتون ولري . کله دهغوى سر  له بيجينګ څخه او کله هم  له تهران څخه اوکله هم  له ابو ظبي  څخه اوکله هم له مسکو څخه  پيداکېږي  په داسې حال کې چې دملګروملتو سازمان دهغوى په سفرونو بنديز وضع کړ چې له سازمانونو او هېوادونوسره  دتروريستي ډلو داړيکو دتامينولو مخه نيولې و ي .
زيات دلايل شتون لري  چې دطالبانو تروريستي ډله او ددغې ډلې رهبري  دملګروملتو دسازمان په بنديزونو کې  شامل شي .هغوى په تحريف شوي اسلام سره  په ځانمرګو بريدونو او چاودنو سره  دزرګونو تنو مسلمانانو  ژوند واخست او له اسلام سره ددښمنى له لارې  چې دغې ډلې  ترسره کړه په نړۍ کې  دسلګونو مليونو تنو  مسلمانانو  زړونه  ټپي کړ . او دغه راز  دبشريت په وړاندې  په ډول ډول جنايت سره ددغې  خاورينې کرې  داوسيدونکو روان ته  زيان رسولې ده . او ددغې ډلې پرخلاف دبنديز لګول له هغوى څخه دبشريت دکرکې او بې زارى په مفهوم دى .
سره له دې چې دطالبانو په ګډون دتروريستي پروګرامونو ، کړنو او نظريو په نسبت  دمسلمانانو او دنورومترقي  ټولنو ترمنځ زياتې نيوکې شتون لري .  دغه ډله  دپخوا په شان  سرتمبه او لجوجه  پاتې شوې ده او له هرې انساني غوښتنې سره په تيښته کې ده .
  هغه کسان چې  په افغانستان کې وژنه ، ترور ، چاودنه او ځانمرګي بريد  جايز بولي او دې ته حاضر نه دي  چې له ورانکارى او انسان وژنې څخه لاس واخلي څه ډول په  يو بل هېواد کې  دهغوى کوربه توب کېږي  هغوى که چيرې مسکو ته ځي  يابيجينګ  تهران او اسلام اباد ته  کوربه هېوادونه په کوم پاسپورت  او په کوم هويت  او په کوم اعتبار هغوى ته  ويزې صادروي؟
پاکستاني پاسپورت  چې افغاني هويت نه دى !  هغه هېوادونه چې  دطالبانو کوربه توب يې کړى دى  په حقيقت کې په ځان باندې  خنديدلي دي . او په خپل تصميم يې  دبطلان کرښه  ايستلې ده  ددې ترڅنګ  دملګروملتو دسازمان  اعتبار يې  کمزورې کړى دى او ثابته  کړې يې ده چې ددغه نړيوال بنسټ  پريکړې  لکه څنګه چې  هيله يې کېږي  دغړو هېوادونو له خوا  نه رعاتېږي
  دملګروملتو دسازمان دبنديزونو په لست کې  دطالبانو درهبرى  دغړو شاملول  يو ناڅاپي کار نه و  بلکې د هغه داجرا کولو لپاره دليلونه او اړتياو شتون درلود 
چې دملګروملتو دسازمان  امنيت شورا دطالبانو له ډلې   څخه دټاکلي څيرې دسفرپه وړاندې  دبنديزونو د لګولو لپاره  تصميم ونيسي .
  امنيت شورا  دملګروملتو دسازمان  يو رکن دى  چې  اصلي مسووليت يې  دنړيوالې سولې او امنيت ساتنه او دپيداکيدو په وخت کې  له بحرانونوسره  چلند دى .
دملګروملتو دسازمان  دمنشور له مخې ،  دامنيت شورا تصميمونه  له حقوقي  پلوه  الزام راوړونکي دي . اوغړي هېوادونه  دهغو په اجرا کولو ژمن دي .  خو دروسيې دولت  دطالبانو رهبرى ته  په بيابيا بلنې او دهغوى لپاره  دويزې په صادرولو سره دملګرملتو دسازمان دامنيت شورا  تصميمونه  چې په خپله  دهغه  غړى دى  نقض کړي دي .
  سره له دې چې له طالبانو سره  داړيکو تامينول دافغانستان دشخړې لپاره  دسياسي حل  ديوې لارې موندل بللي دي  خو داکار په دې نه دى بريالي شوي  چې په افغانستان کې امنيت او ټيکاو تامين کړي بلکې طالبان لاپسې  سمبال شول او لازيات  زړور کړى شول
ستونزه په دې کې ده  چې طالبان  دسيمې دهېوادونو  او له سيمې څخه بهر هېوادونو ترمنځ درقابتي اوسياسي ناندرو په ېوې سرچينې  بدل شوي دي .
په بهرنيو سياليو کې  دوسيلې په توګه له طالبانو څخه  کار اخستو له دغې ډلې سره  مرسته کړې ده چې ځان ته  هويت  پيداکړي . او په سياسي معاملو کې  خپل موقعيت  پياوړى کړي .
  په داسې حال کې چې  له   ٢٠٠١ ميلادي کال څخه وروسته په نړۍ کې دډار اچونې پرخلاف  يوه نړيوال اجماع  رامنځته شوه  روسيې ، امريکا ، چين ، ايران ، سعودي عربستان اوپاکستان ټولو  دطالبانو دله منځه وړلو په کار کې  واحد نظر درلود . خو دزمانې په تيريدو او دسيمه ئيزو سياليو  په سختوالي سره  طالبان  ددغوسياليو لپاره په يوې وسيلې  او فرصت  بدل شول  او دهغوى دهويت  دپيداکولو لپاره  کار وشو . خو دغه هېوادونه دې هم بايد  په دې پوه شي  چې دوى نه شى کولاى  چې د  وسيلې په توګه  له طالبانو سره  په کار اخستو او دافغانستان دخلکو پرخلاف  دهغوى په کارولو سره په دغه هېواد کې خپلو ناروا غوښتنو ته  ورسېږي .
له څلويښتو کلونو جګړو وروسته  افغانان  دهيلو وړ دي چې بايد هغو ته ورسېږي   مذبوهانه هلې ځلې  نه شي کولى  پتمنو  غوښتنو ته په رسيدو کې  دافغانستان دخلکو هوډ  کم کړي .
  ختم- ف _ اکرم

 

Last modified on Sunday, 10 February 2019 05:10

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.