د ملي دفاع سرپرست وزیر اسد الله خالد د امریکا دمتحده آیالاتو ددفاع وزارت سرپرست وزیر سره وکتل!

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغې دوه ويشتمه :
د ملي دفاع سرپرست وزیر اسد الله خالد د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت له سرپرست وزیر پاتریک شاناهان سره نن له غرمې مخکې د ځانګړو عملیاتو په قول اردو  کې وکتل.
دواړو لوریو د افغانستان په روانو امنیتي او دفاعي حالتو هر اړخیزې خبرې وکړ ې.
د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د ملي پوځ وروستۍ لاسته راوړنو ته په کتو سره  دامریکا دمتحده ایالاتو له هر اړخیزو مرستو څخه مننه وکړه او د ملي پوځ د پیاوړتیا، مسلکي ښوونې او روزنې په برخه کې د نورو مرستو غوښتونکی شو.
ښاغلي پاتریک شاناهان  له  ملي پوځ سره د مرستو ژمنه  تکرار کړه او ډاډ یې ورکړ، چې هیواد یې د ښوونې او روزنې، د پوځ د سمبالتیا او  له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه یواځې نه پرېږدي.پاى- سعيده

 

Last modified on Monday, 11 February 2019 13:01
back to top