23 April 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په نيمروز کې د مهماتو د يوې ډيپو کشف

په نيمروز کې د مهماتو د يوې ډيپو کشف

کابل/باختر/ د غويي دمياشتې١ نېټه د وسله والو طالبانو د مهماتو...

په تخارکې يو بندي له جېل څخه وتښتید

په تخارکې يو بندي له جېل څخه وتښتید

کابل/باختر/ د غويي دمياشتې١ نېټه يو بندي په تخار ولايت کې...

د نيمروز د شهيدانو او معلولينو آمر ونيول شو

د نيمروز د شهيدانو او معلولينو آمر ونيول شو

کابل/باختر/ د غويي دمياشتې١ نېټه د نيمروز ولايت د شهيدانو او...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دافغانستان اساسي قانون دسولې او جګړې واکونه حکومت ته ورکړي دي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغې دوه ويشتمه :
نن له هيچا  څخه پټه نه ده چې دهېواد خلک ګوندونه او فرهنګي او مدني بنسټونه  ټول دسولې غوښتونکي دي او ټول له مخالفانو  سره خبرې اړينې  بولي دسولې په بهير کې دهغوى يواځنۍ انديښنه داده  ځينې هغه دموکراتيک  ارزښتونه اولاس ته راوړنې  چې دکلونو کلونو مبارزې سرښندنې او پراخو هڅو په ترڅ کې پراخ بنسټه  شوي دي او دهېواد په اساسي قانون کې يې رسميت پيداکړى دى  دسولې او دځينو جريانونو او ډلو دمحدوديت  پالو غوښتنو قرباني نه شي . 
  جمهور رييس محمد اشرف غني وايي: ماطالبانو ته بلنه ورکړه چې خپله افغاني اراده وښيي ،  دافغانانو دسولې غوښتنه ومني او دافغانستان له دولت سره جدي خبرو ته حاضر شي .
دافغانستان جمهور رييس زياتوي موږ سوله غواړو هغه ګړندى کوو خو سوله له پروګرام سره غواړو دانه هير وو چې ددغې جګړې قربانيان افغانان دي او دسولې دوسيه دې هم بايد دافغانانو په لاس  پاى ته ورسېږي
دغه راز محمد اشرف غني وايي موږ سوله غواړو خو له کمزوري دريځ  څخه نه غواړو  سوله کوو بلکې غواړو چې دقدرت له دريځ  څخه له نورو ډلو سره په دايمي سولې لاسرسۍ پيداکړو .
سولې ته درسيدو په خاطر  دافغانستان جمهور رييس محمد اشرف غني دژنيو دغونډې په درې يمه ورځ دافغانستان دسولې دمشورتي شورا تشکيل اعلام کړ .
دده دڅرګندونوله مخې، دغه شورا دسولې په برخه کې دافغانستان جمهور رييس ته مشوره ورکوي .
دسياسي مشرانو کميټه ، دسياسي ګوندونو کميټه  ، دځوانانودچارو کميټه ، دښځو دچارو کميټه ، دعالمانو کميټه  ، دولايتي مشرانو کميټه ،  دمهاجرينو او کوچيانو  کميټه  ، دمدني اوفرهنګي ټولنې کميټه او دخصوصي برخې کميټه.
ويل کېږي چې دسولې په نوې طرحه کې  له طالبانو سره دخبرو واکونه دولس کسيز هيئت ته ورکړ شوي دي چې زياتره يې دکابينې غړي او په سرکې يې دجمهور رييس ددفتر رييس عبدالسلام رحيمي دى .
محمد اشرف غني  دغه طرحه مخ په وړاندې  دحرکت لپاره دسولې دلارې نقشه بللې ده او ويلي يې دي چې هغه يې دخلکو دبېلابېلو قشرونو له استازو سره  دسلامشورو وروسته برابره کړې ده .
دافغانستان دجمهور رييس محمد اشرف غني دسولې په پلان کې دافغانانو په مالکيت دسولې دبهير په راتلونکې باندې ټينګار شوى دى .
دغه راز په دې پلان کې  ويل شوي دي چې دافغانستان حکومت دداسې سولې  په لټه کې دى  چې  دهغې له مخې طالبان ديوې ولسواکې اوپراخې ټولنې يوه برخه شي
  دافغانستان حکومت له طالبانو سره دسولې لپاره وړانديز کړى دى چې دښځو په ګډون دافغانستان دټولو اتباعو حقوق داساسي قانون پربنسټ رعايت شي .
دغه راز دهېواد داساسي قانون منل يا  داساسي قانون دحکمونو پربنسټ دهغه تعديل ، له قانون سره سم دملکي  خدمتونو او دامنيتي  او دفاعي ځواکونو دفعاليتونو پرمخ بيول او دبهرنيو تروريستي  شبکو او دبهرنيو وراکارو سازمانونو دفعاليت مخنيوي هغه نور ټکي دي چې دوړانديز په توګه په دې پلان کې طرحه شوي دي .
دطالبانو ډلې ديوه پيغام په خپرولو سره دسولې دخبرو دپيل لپاره  دافغانستان دحکومت نوې طرحه يوه توطيه  وبلله په دې پيغام کې  ويل شوي دي چې دافغانستان حکومت  دکابل دپروسې دغونډې په جوړولو سره دطالبانو دډلې دتسليميدو په لټه کې دى .
دملي وحدت دحکومت  اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي چې دايمي سولې  د تامينولولپاره ګامونه اخستل شوي دي خودطالبانو له ډلې سره خبرې په افغانستان کې دنورو ورځو دتکرار او دتيرو ديارلسو کلونودلاس ته راوړنو دمعاملې په مانا نه ده .
دى زياتوي چې ( سوله  دخلکو هيله ده اودا په دې مانا  نه ده چې افغانان له خپل حق څخه بې برخې شي اويا هم تيرې تورې ورځې تکرار او افغانستان تجزيه شي )
ډاکتر عبدالله زياتوي ديوې شيبې لپاره هم په افغانستان کې دجګړې ددوام  غوښتوونکى نه دى او له طالبانو سره دخبرو هرکلۍ کوي  . دملي وحدت  دحکومت دغه مشر وايي هره هغه ډله چې له تروريزم سره خپلې اړيکې وشلوي او دبهرنيو موخو دترسره  کيدو لپاره افغانستان ته اور وانه چوي دهېواد دروازې دهغوي پرمخ پرانستې ده خوهيچا ته  به دافغانانو دوينې په بيه دمعاملې اجازه ورنه کړي .
  پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سياف وايي له دغې ډلې سره دروغې جوړې هرکلي کوي خوبايد افغانان له طالبانو سره دخبرو له جزئياتو څخه لرې ونه ساتل شي .
  سياف  زياتوي چې بايد ګام په ګام ملت ته له طالبانو سره دخبرو دجزئياتو په باب معلومات ورکړي شي .
دافغانستان په ملي مجلس کې دملت استازو وويل چې په دغه هېواد کې دسولې ټينګښت   دطالبانو دډلې او دافغانستان ددولت ترمنځ دمستقيموخبرو  پرته ناشونى کار دى .
دجګړې  دبندولو او دسولې دخبرو دپيلولو لپاره دافغان دولتي چارواکو  له هڅو سره سره دطالبانو دډلې مشرانو آن له افغان مشرانو سره د خبرو لپاره آن يوګام هم نه دى اخستى او دافغانستان له دولت سره مخامخو خبرو ته نه دي حاضر شوي .
دطالبانو دډلې مشران وايي تر هغه وخته  پورې چې بهرني پوځيان له افغانستان څخه ونه وځي دطالبانو مشران دملګروملتودسازمان له تور فهرست څخه حذف نه شي او ددغې ډلې بنديان ازاد نه شي له خبرو سره نه يوځاى کېږي .
داپه داسې حال کې ده چې دسولې دڅلور اړخيزې همغږى ډلې له څو پرله پسې  غونډو وروسته دطالبانو له ډلې څخه وغوښتل چې له خبرو سره يوځاى شي او پاکستان ژمنه وکړه چې طالبان دافغانستان له دولت سره په مستقيمو خبرو کې ګډون ته هڅوي
ټاکل شوې وه له هرراز  قيد اوشرط پرته  داعتماد ديوې فضا د برابرولو لپاره دخبرو لومړي پړاو پيل شي او وروسته ددواړو لورو دغو نښتو په باب غوروشي.
پاکستاني ورځپاڼه ليکونکي رحيم الله يوسفزي  دافغانستان له حکومت سره د طالبانو دخبرو دپيل په اړوند رسنيو ته ويلي دي چې پاکستان او چين په قطر کې  له سياسي دفتر سره اړيکې ونيولې او هغوى ويلي دي چې دطالبانو درهبرى شورا ځواب ته سترګې په لاره دي اودخبروله محتوا څخه داسې بريښي  چې طالبانو دپاکستان مشرانو ته شين څراغ ښودلى دى   له افغان مشرانو سره خبرو ته چمتو دي خولکه څنګه چې هيله کيده طالبانو ديوې  اعلاميې په خپرولو  سره دخبرو دپيل موضوع رد کړې ده
دافغانستان  له دولت سره په مستقيمو خبرو کې دنه ګډون په باب  د طالبانو دريځ زيات عوامل لري .
سرتاج عزيز په دې وروستيو وختو کې وويل چې طالبان په پاکستان کې  دي او طالبان په هغوي نفوذ لري  په پاکستان کې له خدمتونو څخه ګټه اخلي او موږ هغوى  دخبرو ميز ته حاضر وو .
سياسي تحليلګر جاويد کوهستاني وايي چې دطالبانو دغه دريځ  پاکستان ته دځواب ورکولو  مانا لري چې طالبان غواړي خپله خپلواکي  نندارې ته وړاندې کړي چې موږ دپاکستان تر فشار لاندې نه يو ، خپله اراده  لرو او له قضيو سره  په مستقل ډول چلند کوو . دطالبانو غړي غواړي  چې دامتياز دترلاسه کولو لپاره په مستقل ډول چلند وکړي يعنې امتيازات بايد پاکستان ترلاسه نه کړي .
له بلې خوا دمسکو غونډې وښودله چې طالبان دغه راز په خپل پخواني دريځ چې له شريعت   څخه دهغوى له  افراطي او تندلارې  څرګندوى زيږنده دى ټينګار کوي ښايي دمسکو دغونډې ځينې برخه وال په دقيقه توګه دطالبانو غوښتنو ته متوجه شوې نه وي خو دغه ډله دپخوا په شان دهېواداساسي قانون په رسميت  نه پيژني او افغانستان يو اشغال شوي هېواد بولي دغه راز دښځو ، دموکراتيکو  جوړښتونو او دانتخاباتو په نسبت ددغې ډلې نظر هم دومره بدلون نه دى موندلى او که چيرې  ددغې ډلې دځينو غړو په ويناو کې ځينې انحطاف  مننې تر سترګو کېږي داپه دغې ډلې دواګمن  اواصلي نظر په مانا نه شي کيداى .
  طالبان تراوسه پور ې  هماغه پخوانى  تند لاره او تماميت غوښتوونکي ډله ده چې غواړي په خپل فکر  دافغانستان ټولنه اسلامي کړي .
ددغې ډلې په باور هغه څه چې په تيرو اتلسو کلونو کې ترلاسه شوي دي هيڅ ارزښت او اهميت نه لري او دټولنې او په تيره بيا د هېواد دځوان قشر دانحراف سبب شوي دي .
  دطالبانو هيئت  کله چې دټلويزيوني  اخلاقو اوپروګرامونو په باب خبرې کولې  مشخصه وه چې کوم څيزونه يې هدف ګرځولې دي .
طالبان لاتراوسه پورې  په ټولنه کې  دښځو شتون له اسلامي اصولو څخه انحراف لکه څنګه چې دغه ډله په خپله هغه تعبيروي   بولي او دغه راز په ټولنه کې دموجودو ازاديو دمحدودولو غوښتونکي دي .
په داسې حال کې چې دافغانستان دجګړې په مسئله کې دښکيلو هېوادونو اودسياسي  لورو هڅو  په دې وروستيو وختو کې زور اخستى دى حکومت ددغو خبرو له څو اړخيزکيدو  سره مخالف دى او وايي چې دخلکو په استازيتوب  يواځې حکومت دطالبانو له لوري سره دخبرو واک لري .
دافغانستان اساسي قانون هم دجګړې  او سولې  واکونه حکومت ته ورکړي دي او حکومت ددغو واکونو يوه برخه دسولې عالي شورا ته ورکړې ده له دې امله کله چې  دسولې په غونډو کې  دافغانستان حکومت ديوه مشروع او تصميم نيوونکي نظام په توګه ګډون ونه لري  دځينوسياسي ګوندونو او جريانونو شتون څه مانا او محتوا لرلى شي ؟
ديادونې وړ ده چې دسولې په لوبو کې دسيمې دځينو هېوادونو او قدرتونو  ورګډيدو او په قطر  اومسکو کې دپرله پسې  غونډو جوړيدو او دمشخصو افرادو او اشخاصو بلنې دسولې دپردې تر څټ  لوبو په اړوند زياتو پوښتنو او انديښنو ته لمن وهلې ده .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.