25 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

له روږدېتوب څخه دښځو او ماشومانو دمخنيوي ستراتيژي وڅېړل شوه

له روږدېتوب څخه دښځو او ماشومانو دمخنيوي ستراتيژي وڅېړل شوه

کابل/باختر/ دچنګاښ ٣مه : دښځو دچارو وزارت له لوري له ماشومانو...

طالبان :  له رسنيو سره دپوځي موخو په شان چلند کېږي

طالبان : له رسنيو سره دپوځي موخو په شان چلند کېږي

کابل/باختر/ دچنګاښ ٣مه : طالبانو ټولو رسنيو ته خبردارى ورکړى دى...

په پلخمري کې  دبې کيفيته درملو راټولول پيل شول

په پلخمري کې دبې کيفيته درملو راټولول پيل شول

پلخمري /باختر/ دچنګاښ ٣مه : په بغلان کې دبې کيفيته او...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني د امریکا د دفاع وزارت سرپرست خپل حضور ته ومانه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغې دوه ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښین د امریکا متحدو ایالتونو د دفاع وزارت سرپرست پاټرک شاناهان په دلګشا ماڼۍ کې خپل حضور ته ومانه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهوررئیس دا وویل چې د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ستراتيژۍ ښې پایلې لرلې، خو په ګاونډي هېواد کې د وسله والو د ځالو له منځه وړل چې ستراتیژیکه موخه وه، لا هم نه ده ترلاسه شوې.
په کتنه کې دا هم وویل شول چې د ترهګرۍ ضد جګړه او د سولې پروسه به د تلپاتې سولې ترتامین پورې دوام ولري. همدارنګه د افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو نظامي اتحاد هم د سولې تر ټينګښت پورې دوام کوي.
نږدې راتلونکي کې په کابل کې د سولې ملي مشورتي جرګې د جوړېدو یادونه هم وشوه چې ګډونوال به یې د هېواد د ټولو ولایتونو د بېلابېلو قشرونو استازي وي، ترڅو د سولې په بېلابېلو پړاوونو کې د دوی نظریات او مشورې په پام کې ونیول شي.
همدارنګه به د سولې له ملي مشورتي جرګې وروسته د کابل پروسې دریمه ناسته هم جوړه شي چې عمده تمرکز به یې پر سولې پروسه وي. د دې ترڅنګ افغانستان د ولسواکۍ بهیر د دوام  او د واک د سوله ییز لېږد یقیني کولو لپاره راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته چمتووالی نیسي.#پاى- فضل واحد

 

Last modified on Tuesday, 12 February 2019 04:23

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.