20 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتيا کې نږدې سل کيلوګرامه چرس ضبط شول

په پکتيا کې نږدې سل کيلوګرامه چرس ضبط شول

ګرديز / باختر\ د زمري٢٨مه نږدې سل کيلوګرامه چرس په پکتيا...

  بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

پلخمري / باختر\ د زمري٢٨مه بغلانيانو په کابل ښار کې وروستى...

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

پلخمري / باختر د زمري٢٨مه : په بغلان کې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دسترې محکمې رييس : دشفافيت دتامينولو او له اداري فساد سره دمبارزې په خاطر ټول اقدامات شوي دي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغې دوه ويشتمه :
دسترې محکمې رييس قانونپوه سيد يوسف حليم  نن په کابل کې  دامريکا دسفارت له مرستيال ، دسفارت دقانون دواکمنۍ دسياسي برخې له سلاکار او ددغه سفارت دنړيوالو همکاريو دادارې داداري فساد  پرخلاف دمبارزې له سلاکار سره وکتل .
دسترې محکمې  دخپرونو رياست  باختراژانس ته خبرورکړ  په دې کتنه کې لومړى دامريکا دسفير مرستيال له قضايه قوې سره دهمکارى دساحو په باب چې زياتره دروزنيزو پروګرامونو اوپه مادي او تخنيکي مرستو پورې اړه پيداکوي خبرې وکړې او څرګنده يې  کړه چې ددغه سفارت  دقانون دواکمنۍ  برخې دقضايه قوې رول ته په پاملرنې سره داعتماد جوړولو ، دعدالت دتامينولو او دقانون دواکمنۍ په برخه کې لازمې همغږى رامنځته کړي دي
ده دغه راز دقضايي ستاژ  دهغې ازموينې د بهير په باب چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې کې ترسره شي دانلاين په ډول غوښتوونکو ته معلومات  ورکړي دي او هم يې له اداري فساد سره دمبارزې په لاره کې دقضايه قوې دپروګرامونو هرکلي وکړ او په دغو برخو کې يې له کاري شفافيت او هڅو سره  خپل ملاتړ څرګند کړ .
دسترې محکمې   رييس دافغانستان له دولت په تيره بيا له عدلي اوقضايي  بنسټونو سره دامريکادمرستو له امله  دمننې په څرګندولو سره دعمل له پروګرام او له اداري فساد سره دمبارزې له ستراتيژى   سره سم دقضايه قوې له اصلاحي  پروګرامونوسره اړيکې ونيولې او دعامه پوهاوي او دقضايه قوې دمنسوبانو دشتمنيو دثبت او خپرولو  دبهير دبشپړولو  چې له قانون سره سم ترسره شوى دى  ، دقضايي ستاژ په ازموينه کې دبشپړ شفافيت دتامينولو  اوهم دجزايي اومدني قضيو دثبت دمعلوماتي بانک په توګه دقضاياو  دمديريت سيستم ته دپاملرنې  په خاطر دانتخابي  پريکړو دخپرولو دتياري  يادونه وکړه او زياته يې کړه چې دکاري شفافيت  دتامينولو او له اداري فساد سره دجدي مبارزې په خاطر ټول اقدامات ترسره شوي دي او ستره محکمه دغه راز هڅه  کوي چې دعمل دپروګرام په تيره بيا په بنستيزو  ساحو کې په تطبيقي   پلان پورې اړوندو شاخصونو ته تحقق ورکړي چې په دې برخه کې به دنړيوالې ټولنې  او دامريکا دمادي او تخنيکي مرستو رول به ګټور او اغيزمن وي
دواړو لورو په دې کتنه کې دعلاقې وړ  نورو مسئلو په باب هم خبرې  وکړې .
ختم_ ف _ اکرم

Last modified on Tuesday, 12 February 2019 04:22

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.