20 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په غزني کې د لسګونو تنو طالبانو وژل کېدل

کابل/ باختر/ د کب د میاشتې ۱نېټه په غزني ولايت کې...

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل/ باختر/ د کب د میاشتې ۱نېټه د افغانستان د اسلامي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

داودزي :دسولې له بهير سره په ملاتړ کې دې زياته همغږي په پام کې ونيول شي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغې دوه ويشتمه :
  دسيمې  داجماع  لپاره په سيمه ئيزو چارو کې دجمهور رييس  ځانګړي استازي او دسولې دعالي شورا ددارالانشا رييس  محمد عمر داود زي نن دافغانستان لپاره د ناتو له ملکي استازي کارنيلس زيمرمن اوله ملګري هيئت سره يې وکتل .  دسولې دعالي شورامطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ دواړولورو په دې کتنه کې  په افغانستان کې دسولې او امنيت په ټينګښت او دسولې دبهير دبرياليتوب  لپاره دسيمې دهېوادونو په څو اړخيزو همکاريو باندې ټينګار وکړ . محمد عمر داودزي  له افغانستان سره دناتو دهمکاريو دهرکلي په ترڅ کې وويل چې دسولې بهير دافغانانو درهبري او مالکيت ترسره کېږي او دنړۍ  هېوادونه دملاتړو او اسانوونکو رول لوبوي .
  ده دغه راز زياته کړه چې دسولې له بهيرسره په ملاتړ کې دې دسيمې او نړيو دهېوادونو په نوښتونو اوهمکاريو  کې زياته همغږي  په پام کې ونيول شي .
ددغې کتنې په دوام دافغانستان لپاره دناتو دملکي برخې استازي کارنيلس  زيمرمن خبرې وکړې او دسولې دعالي شورا ددريځ  په تاييدولو سره يې دافغانستان دسولې په بهير کې  وروستۍ هڅې له هيلو ډکې وبللې . او ټينګار يې وکړ چې  دناتو سازمان دافغانانو درهبري اومالکيت د افغانستان دسولې له بهير سره  خپل ملاتړ ته دوام ورکوي   او له دغه بهير سره په خپلو ملاتړيزو اجراتو کې زياته همغږي په پام کې نيسي .
  ختم- عطاالله _ اکرم

 
 

Last modified on Tuesday, 12 February 2019 04:22

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.