22 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهور ريیس غني د احمد وفي امین او عبدالرحمن عطاش کارونه وستایل

جمهور ريیس غني د احمد وفي امین او عبدالرحمن عطاش کارونه وستایل

کابل\ باختر \ د زمري ٣١ مه د افغانستان د اسلامي...

 په روزګان کې د شلو وسله والو طالبانو وژل کېدل

په روزګان کې د شلو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل / باختر/ د زمري ٣١ مه شل وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

هېڅ نوماند باید له دولتي امکاناتو څخه د ټاکنیزو کمپاینونو لپاره استفاده ونکړي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / باختر / د سلواغې د مياشتې ۲۳مه
د ادارې فساد پر وړاندې د مبارزې او د سیستمونو د پراختیا اجرائیوي کمېټه نن د هېواد د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په حضور کې پرانیستل شوه.
د اجراییه ریاست د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد اجرائیه رئیس د دې کمېټې پرانیستل له فساد سره د مبارزې او د قانون له پلي کېدو د څار په برخه کې مهم پرمختګ وباله او یې ویل، سره له دې چې دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د ملي یووالي حکومت وخت کم پاتې خو پرانیستل یې اغېزمن دي.
اجرائیه رئیس زیاته کړه: د دې کمېټې د جوړیدو لپاره مو د حکومت په لومړی کال کې طرح وړاندې کړې وه خو له شته ستونزو مو ونشو کولای چې دحل لاره ورته پیدا کړو .
اجرائیه رئیس له ټولو نړیوالو او کورنیو دولتي او غیر دولتي ادارو څخه مننه او غوښتنه وکړه چې له یادې کمېټې سره بشپړه همکاري وکړي.
عبدالله زیاته کړه چې د ملي یووالي حکومت کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې له پیله پياوړې اراده موجوده وه او په دې برخه کې اقدامات او پرمختګونه شوي؛ لا تر اوس هم متاسفانه په بشپړ ډول فساد له منځه نه دی تللی.
اجرائیه رئیس زیاته کړه: د ادارې فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې لازم کار شوی اوس مهال لږ فرصت کې غواړو چې د دې ادارې له لارې هم لازم کارونه وشي او پاتې راتلونکي حکومت به هم له دې اجرایوي کمېټې چارې تعقیب او له فساد سره په مبارزه کې به اغېزمن ثابت شي.
اجرائیه رئیس وویل، عدليې وزارت د فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې د پام وړ کارونه کړي او په دې برخه کې مهم رول لوبولی دی.
په یاده ناسته کې د افغانستان د روڼتیا د څار سازمان مشر سیداکرام افضلي د دې کمېټې پرانیستل یو ښه ګام وباله او له اجرائيه رئیس څخه یې مننه وکړه، چې تل یې له فساد سره په مبارزه کې اغېزمن رول ترسره کړی دی.
هغه وویل، چې باید په ولسمشریزو ټاکنو کې نوماندان تعهد وکړي، چې له دولتي امکاناتو څخه د کمپاین لپاره کار نه اخلي او هم داسې طرزالعمل جوړ شي، چې اجرائيه رئيس یې وړاندیز کړی و او دوی د اجرائيه رئيس له دې دریځ څخه ملاتړ کوي.
افضلي وویل چې دوی له دې کمېټې سره بشپړ همکار دي او د نورو ادارو د همکاریو غوښتنه یې هم وکړه.
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، په هېڅ صورت به له دولتي امکاناتو څخه د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین لپاره استفاده ونکړي.
هغه وویل، په دې طرحې کار روان دی او ټول نوماندان باید دا یقیني کړي چې دولتي امکانات د ټاکنیزو کمپاینونو لپاره نه استفاده کوي.# 
پای – ذ

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.