22 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهور ريیس غني د احمد وفي امین او عبدالرحمن عطاش کارونه وستایل

جمهور ريیس غني د احمد وفي امین او عبدالرحمن عطاش کارونه وستایل

کابل\ باختر \ د زمري ٣١ مه د افغانستان د اسلامي...

 په روزګان کې د شلو وسله والو طالبانو وژل کېدل

په روزګان کې د شلو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل / باختر/ د زمري ٣١ مه شل وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابینې د ټاکنو قانون د تعدیل طرحه تصویب او جمهور رئیس توشیح کړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / باختر / د سلواغې د مياشتې ۲۳مه
د سیاسي ګوندونو، د جمهوري ریاست د راتلوونکو ټاکنو د نوماندانو له استازو او د ټاکنو اړوند د مدني ټولنې بنسټونو سره تر سلا مشورو وروسته د ټاکنو قانون د ځینو مادو د حذف او زیاتولو د تعدیل طرحه نن د کابینې غونډې تصویب او جمهوررئیس توشیح کړه.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهوررئیس غني د یاد قانون له توشیح وروسته وویل، دا مسوده د افغانستان د سیاسي قشر، د جمهوري ریاست د راتلوونکو ټاکنو د کاندیدانو او مدني بنسټونو د اجماع پایله وه چې د تعدیل پر اړتیا یې ټینګار درلود.
اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله هم خبرې وکړې او د هغې اجماع څخه یې چې د دې مسودې په خاطر رامنځته شوې، مننه وکړه.
وروسته د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش د ټاکنو قانون د تعدیل په اړه تفصیلي خبرې وکړې او زیاته یې کړه، په تېرو دوو ورځو کې د نوماندانو، سیاسي ګوندونو او د ټاکنو اړوند د مدني ټولنو د استازو په حضور کې ۲۰ پرله پسې غونډې جوړې شوې چې د ټاکنو په قانون کې د رایو په اتفاق سره ۳۹ مورده اصلاحات رامنځته شول.#
پای – ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.