14 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دپروان ښوونځيو تنطيفاتي وسايل ترلاسه کړل

کابل / دلړم ٢٣مه / باختر : دپروان په يوشمېر ښوونځيو...

دشکرې له ناروغي سره دمبارزې نړيواله ورځ ونمانځل شوه

کابل / دلړم ٢٣مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د جمهور رئیس د خواشینۍ پیغام

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / باختر / د سلواغې د مياشتې ۲۳مه
د جهادي رهبر او د افغانستان د اسلامي دولت د موسس حضرت صبغت الله مجددي د وفات په مناسبت د جمهور رئیس محمد اشرف غني د خواشینۍ پیغام
په ژورې خواشینۍ سره خبر شوم چې د افغانستان د نجات ملي جبهې د ګوند مشر، جهادي رهبر او د افغانستان اسلامي دولت موسس او مخکېنی رئیس حضرت صبغت الله مجددي د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.
انالله وانا الیه راجعون
حضرت صبغت الله مجددي په ۱۳۰۵ ل کال په کابل کې د افغانستان د حضرتانو د سلسلې د حضرت میامحمدمعصوم مجددي په روحاني کورنۍ کې وزېږېد. د اسلامي علومو د اساساتو او په حبیبیه لېسه کې د ثانوي دورې له بشپړولو وروسته یې د قاهرې الازهر پوهنتون کې د حقوقو او اسلامي فقهې په برخه کې د مافوق لیسانس په کچه خپل تحصیلات بشپړ کړل.
پروفیسور مجددي هېواد ته له راستنېدو وروسته کابل پوهنتون، عربي دارالعلوم او د ښوونکو د روزنې موسساتو کې د استاد، مدرس او روزونکي په توګه د هېواد زرګونه ځوانان په اسلامي او ملي روحیه وروزل.
ارواښاد مجددي پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د وسله وال یرغل پرمهال د افغانستان د دفاع او د جهاد فریضې د ادا کولو په موخه د افغانستان د مجاهد ولس د لا ښې مشرۍ او رهبرۍ په موخه د افغانستان د نجات ملي جبهه جوړه کړه. پر وسله وال جهاد سربېره یې زیاتو هېوادونو ته په سفرونو او بین المللي غونډو کې د ګډون پرمهال د افغانستان دفاع او د افغانانو جهاد ، وطندوستۍ، مبارزې او سرښندنو ته د نړیوالو ملاتړ او پام ور خپل کړ.
حضرت صبغت الله مجددي د خپل علمیت، درایت، محبوبیت او هغه اعتماد په اساس چې د جهادي ګوندونو او رهبرانو په منځ کې یې درلود، په ۱۳۶۸ کال د افغانستان د عبوري حکومت د دولت رئیس وټاکل شو. حضرت صاحب له افغانستان څخه د شوروي پوځونو له وتلو وروسته د روحاني او مهربان شخصیت او د افغانستان د جهادي رهبر په توګه جهادي تنظیمونه، مشران او د افغانستان خلک سوله ییز ژوند، یووالي، اتحاد او د هېواد په ودانولو کې فعال ګډون ته وهڅول.
حضرت صبغت الله مجددي د مجاهدینو له بریا وروسته په ۱۳۷۱ل کال د غویي په څلورمه د افغانستان د اسلامي دولت رئیس شو. 
ارواښاد حضرت صاحب د خپلو ارزښتناکو کوښښونو په ترڅ کې په ۱۳۷۷ کال کې د ارواښاد پیر صاحب په همکارۍ او د سیاسي ټولنو، جهادي او علمي شخصیتونو په همغږۍ د سولې یووالي ټولنه جوړه کړه او په بُن  کنفرانس کې یې د هېواد د سوکالۍ او افغان ولس د هوساینې په موخه د ولسواک نظام په را منځته کولو کې برخه واخیسته.
پروفیسور مجددي په ۱۳۸۲ لمریز کال د مرغومي میاشت کې د اساسي قانون د لویې جرګې د رئیس په توګه د افغانستان د اوسني اساسي قانون په جوړښت کې د افغانستان د جهادي رهبر، روحاني او ملي مشر په توګه پام وړ رول درلود.
نوموړي په هېواد کې د سولې د تامین لپاره زرګونه وسله وال مخالفین سوله ییز ژوند ته وهڅول. په ۱۳۸۴ کال د مشرانو جرګې لومړۍ رسمي ناسته کې د سناتورانو په اکثریت رایو د مشرانو جرګې د رئیس په توګه وټاکل شو. حضرت صاحب له خپل وطن او خلکو سره بې سارې مینه لرله او د ژوند تر پایه د افغانستان د نظام او خلکو ترڅنګ او کلک ملاتړی و، د نوموړي مړینه د افغانستان لپاره یوه لویه ضایعه ده.
د مرحوم حضرت صبغت الله مجددي د وفات له امله د ده معززې او روحاني کورنۍ، د افغانستان مجاهد ولس، د افغانستان د نجات ملي جبهې مشرتابه او د حضرت صاحب پېروانو، مينه والو او د طریقت لارویانو ته، د ده د وفات تسلیت وایم او د خدای تعالی په دربار کې خپل دغه قدرمن مشر او جهادي رهبر ته د فردوس جنت دعا کوم.
پای – ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.