20 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

څلور وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ دلړم ٢٩مه/باختر څلور وسله وال طالبان په روزګان کې له...

په قندهارکې طالبانو ته د سر زيانونه

کابل/ دلړم ٢٩مه/باختر د قندهار په ميوند ولسوالۍ کې د طالبانو...

شپږ وسله وال طالبان په لغمان کې ووژل شول

کابل/ دلړم ٢٩مه/باختر شپږ وسله وال طالبان په لغمان کې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حامد کرزي د مشورتي لويې جرګې د جوړولو لپاره د هېواد د جمهور رييس د تياری ملاتړ وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ دسلواغې دمياشتې ٢٣نيټه
د افغانستان پخواني جمهور رئيس حامد کرزي د افغانستان د ستونزې د حل په مقصد د مشورتي لويې جرګې د جوړولو لپاره، د هېواد د جمهور رييس محمد اشرف غني د تياري له اعلام سره خپل ملاتړ اعلام او هغه يې تائيد کړ.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند باختر آژانس ته لېږل شوې ده، ويل شوي دي:
حامد کرزي ويلي دي: «څرنګه چې پخوا مې هم په پرله پسې توګه د لويې جرګې په  جوړولو او د خلکو د ارادې په تمثيل ټينګار کړى دى او هغه د هېواد له موجودو ستونزو څخه د وتلو يوازينې لاره بولم؛ اوس هم په هېواد کې دايمي او سراسري سولې ته د رسيدو لپاره د لويې جرګې له لارې د خلکو د ارادې تمثيل ضروري بولم او د هغې د جوړولو لپاره د حکومت له تياريو سره خپل هر اړخيز ملاتړ اعلاموم».
حامدکرزي دغه راز د لويې جرګې د چارو د پرمخ بيولو لپاره د محمد عمر داوودزي ټاکنه پرځاى او مناسبه ټاکنه وبلله او د الله (ج) له دربار څخه یې ده ته د لازياتو برياليتوبونو هيله وکړه.
پاى \ ج \ ذ

 

Last modified on Tuesday, 12 February 2019 13:05

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.