22 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کونړکې د طالبانو د شل کسیزې ډلې د یوه قوماندان وژل کېدل

په کونړکې د طالبانو د شل کسیزې ډلې د یوه قوماندان وژل کېدل

کابل/باختر/ د چنګاښ٣١مه د ملی امنیت د لوی ریاست ځانګړو ځواکونو،...

جمهورريیس غني: هېڅوک د جمهوریت او وطنوالۍ په محوریت کې د حقونو چتر له موږ نشي اخیستلای

جمهورريیس غني: هېڅوک د جمهوریت او وطنوالۍ په محوریت کې د حقونو چتر له موږ نشي اخیستلای

کابل/باختر/ د چنګاښ٣١مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف...

د نشه يي توکو درې قاچاق وړونکي ونيول شول

د نشه يي توکو درې قاچاق وړونکي ونيول شول

کابل/باختر/ د چنګاښ٣١مه د حامد کرزي د نړيوال هوايي ډګر پوليسو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

آلمان د افغانستان لپاره د يوبل کنفرانس جوړولو ته چمتو دى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 برلين /دويچه وله /دسلواغې دمياشتې٢٥نيټه :  
د آلمان حکومت ويلي چې د افغانستان په تړاو د يوه بل کنفرانس کوربه توب له امکانه لرې  نه ګڼي.  دا يې هم ويلي چې له افغانستان څخه د يوه برخه امريکايي عسکرو د وتلو په صورت کې به خپل نقش هم له سره وارزوي. 
د «Tagesspiegel»  (دتاګيس سپيګل) ورځپاڼې د يوه رپوټ په حواله د آلمان حکومت دې ته چمتو دی چې د افغانستان په هکله د سولې يوه نوي کنفرانس کې د ګډون لپاره طالبان هم آلمان ته را وغواړي.  
ورځپاڼې پرون چهارشنبې په خپل يوه رپوټ کې وليکل چې دا خبریې د هغه لیک  پر بنسټ خپور کړی چې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د پارلمان غړو ته استول   شوی دی.    
ورځپانې د دغه سند په حواله چې د آلمان خبري آژانس  « ډي پي ای » ته هم رسيدلی دی، ويلي چې دآلمان حکومت چمتووالی ښوولی چې د ښکيلو اړخونو په خوښه د سولې د يوې پروسې د پلي کولو په برخه کې خپل خدمات وړاندې کړي.  د مثال په توگه د بن په څير يو بل کنفرانس د مذاکراتو لپاره په مناسب  پړاو کې
راوبولي او په دغه کنفرانس کې طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړي.                              په ۲۰۰۱ م کال کې د بن د « پيترسبيرگ » په ماڼۍ کې د افغانستان د بيلا بيلو ډلو د پاېداره حکومتي جوړښتونو لپاره پر مقرراتو توافق وکړ.  په بن او برلين کې بيا د افغانستان په هکله نور کنفرانسونه هم جوړ شول.  
د رپوټ په حواله د آلمان د بهرنيو چارو وزارت پر دې سربيره له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د احتمالي وتلو د عواقبو په هکله هم څرگندونې کړې دي . په دغه لیک کې ويل شوي چې که چيرې امريکا په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت ساحه ديره زیاته محدوده کړي نو د آلمان حکومت به په افغانستان کې خپل پوځي نقش په بنسټيز ډول تر ارزونې لاندې ونیسي.
د آلمان حکومت دا  له امکان څخه لېرې نه ګڼي چې امریکا متحده ایالات خپل پوځي ماموریت د راتلونکې سولې د بهیر د هلو ځلو څخه جلا کړي او له خپلو شریکانو سره پرته له اړینې سلا مشورې څخه قسما او یا هم په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووځي.
آلمان د ۲۰۱۵م  کال راهيسې په افغانستان کې د ناټو د « غوڅ ملاتړ» ماموريت مرسته کوي او په کې د روزنيز ماموريت له لارې برخه لري.                                      اوسمهال څه نا څه ۱۲۰۰ آلماني عسکر په افغانستان کې میشت دي.    
د دغه ماموريت پر تمديد د فبرورۍ په ۱۳مه په کابينه کې بحث وشو او هغه يې ديوپل کال لپاره تميد کړ.
د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په دې وروستې وختو کې په تکرار سره څرګنده کړې چې غواړي په افغانستان کې خپل ماموريت محدود او یا آن په بشپړه توګه هغه پای ته ورسوي. اود طالبانو سره د خبرو اترو له لارې د دې شخړې د سياسيي حل هڅې رواني دي. 
پاى \ذکرالله

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.