24 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په کابل  کې دجنايتکاربانډ درييس عنايت قچي وژل کيدل .

په کابل کې دجنايتکاربانډ درييس عنايت قچي وژل کيدل .

-کابل باختر د غبرګولې دريمه : دجنايتکارانو ديوه...

 په ننګرهارکې  دطالبانو دډلې داوو تنو غړو نيول کيدل

په ننګرهارکې دطالبانو دډلې داوو تنو غړو نيول کيدل

-کابل باختر د غبرګولې دريمه : دوسله والو طالبانو دډلې اووه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني د ازبکستان د بهرنیو چاروله وزیر سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغې شپږ ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې پرون مازیګر د ازبکستان د بهرنیو چاروله وزیر عبدالعزیز کاملوف سره په خپل استوګنځي کې وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لورو د سیمه ییز اتصال د پراختیا پلانونو تطبیق کې پر پرمختګونو خوښي وښوده او د افغانستان په رهبري او مالکیت د سولې پروسې، د اورګاډي کرښې غځولو، انرژي او د سوداګریزو اړیکو پر لا زیاتې پیاوړتیا مفصلې خبرې وکړې.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر جمهوررئیس غني ته د خپل هېواد د مشرتابه د نېکو هیلو په وړاندې کولو سره وویل، حکومت یې د جمهوررئیس غني په مشرۍ د افغانستان حکومت د ټولو پالیسیو او د افغانانو په رهبرۍ، مالکیت او کنټرول د سولې پروسې ملاتړ کوي.
همدارنګه کاملوف زیاته کړه، ازبکستان په بېلابېلو برخو کې تل د افغانستان حکومت کوربه توب ته چمتو دی.
محمد اشرف غني د ازبکستان د جمهوررئیس له نېکو هیلو څخه په مننې د یاد هېواد د بهرنیو چاروله وزیر څخه هیله وکړه، چې د ده سلامونه او نیکې هیلې هم د خپل هېواد مشرتابه ته ورسوي او همدارنګه یې افغانستان او ازبکستان دوه ستراتیژیک او سیمه ییز ملګري هېوادونه وبلل.
جمهوررئیس غني د تاشکند کنفرانس د جوړولو له امله له ازبکستان څخه په مننې یاد کنفرانس د سیمه ییزو همکاریو واضح میکانیزم وباله او ويې ویل، د افغانستان او ازبکستان تر منځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره عملي اقدامات کېږي.
د هېواد جمهوررئیس د ازبکستان د کوربه توب وړاندیز څخه په مننې زیاته کړه، د سولې له موافقه ليک وروسته به انکشافي برنامې او کارونه زیات شي چې د دغو برناموپه تطبیق کې د اروپایي ټولنې او د سیمې د هېوادونو په ځانګړي ډول د ازبکستان رول ارزښتناک دی.پاى- فضل واحد

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.