جمهوررئیس غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی خپل حضور ته ومانه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغې شپږ ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې پرون د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازی ډاکټر زلمی خلیلزاد خپل حضور ته ومانه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو په ګډون پر راتلوونکو اقداماتو او په سیمه کې د سولې په اړه د وروستیو پرمختګونو په باره کې بحث او خبرې وشوې. 
ډاکټر خلیلزاد وویل، د امریکا متحد ایالتونه د افغانستان د حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسه کې د اسانچاري رول لري او د افغانستان له حکومت سره به په ګډه مخته لاړ شي. فضل واحد

back to top