21 March 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دجمهور رييس پيغام

دجمهور رييس پيغام

-کابل باختر د وري لومړي : دنوي کال په مناسبت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهور رئیس غني د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو له مسوولې او ځانګړې استازې سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / باختر / د سلواغې د مياشتې ۲۷مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني او د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوولې او ځانګړې استازې مېرمن فدریکا موګریني تېر ماښام په مونیخ ښار کې د کابل پروسې د ناستې، د سولې مشورتي لویې جرګې، ټاکنو او نورو مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې. 
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
اغلې موګریني وویل، اروپایي ټولنه د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ کوي او د سولې پروسې د توافقتنامې د تطبیق په هر پړاو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي. هغې زیاته کړه، اروپایي ټولنه د ټاکنو په برخه کې له افغانستان سره هر ډول همکاریو ته چمتو ده.
جمهور رئیس غني همکاریو ته د چمتو والي  او له افغانستان سره د همکاریو په برخه کې د اروپایي ټولنې د همکاریو او رغنده رول مننه وکړه او په سیمه کې د سولې د تامین لپاره یې د اروپایي ټولنې رغنده رول ارزښتناک وباله.#
پای – ذ

Last modified on Saturday, 16 February 2019 13:14

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.