26 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د امنیتي برخې لوړپوړومقاماتوغونډه وکړه

د امنیتي برخې لوړپوړومقاماتوغونډه وکړه

کابل/ د تلې ۵مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوري...

په پکتیکا کې ۱۱ طالبانوته مرګ ژوبله اوښتې

کابل/ د تلې ۴مه/ باختر طالبانو نن د یوسفخیلوولسوالۍ پرسنګرپوستې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دعدليې وزارت د انتخاباتو دقانون دنوى طرحې په باب دخبروپه مقصد يو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٨ :
دعدليې وزارت له خوا نن دوه ورځني ورکشاپ کارپيل وکړ چې په هغه کې دبيلابيلو مرکزونو استازې دانتخاباتو دقانون دطرحې په باب چې د انتخاباتو دخپلواک کميسيون له خوا وړاندې شوى وه، خبرې کوي.
دباختراژانس دخبرله مخې: دانتخاباتو دقانون طرحه چې په ديارلس فصلونو او ٧٣ مادو کې د خپلواک کميسيون له خوا دعدليې وزارت ته ليږل شوى وه؛ دعدليې  وزارت له خوا له تخنيکي تعديلاتو وروسته څيړنې او دنظر څرگندولو ته وړاندې شوه.
په همدې مقصددمدني ټولنې، سياسي ګوندونو اود اړوندو دولتي مرکزونو داستازو په گډون دعدليې وزارت له  خوا په کابل کې دوه ورځني ورکشاپ جوړ شو چې ددغه قانون دطرحې په باب خبرې کوي .
دعدليې وزير حبيب الله غالب ددغه ورکشاپ د پرانستلو په وخت کې وويل: ددغه ورکشاپ دجوړولو هدف ددغه قانون دبډاينې په خاطردبيلابيلو مرکزونو د نظريو ترلاسه کول دي.
موږ ددغې طرحې په باب  وړاندې شوي نظريې توحيدى  او د وزيرانو شورا ته يې وړاندې کوو چې وروسته به د تصويب په مقصد ملي شورا ته وليږل شي .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس فضل احمدمعنوي دغه راز په اوسنيو شرايطو کې ددغه قانون په حساس والې باندې دټينګار په ترڅ کې وويل: دانتخاباتو دترسره کولو وخت نږدې شوى دى؛ بايد په ډير لنډممکن وخت کې  دانتخاباتو قانون برابرشي چې ددغه قانون په رڼا کې دانتخاباتو  کميسيون عملي ګامونه واخلي .
ده زياته کړه  چې بايد دانتخاباتي شکايتونو کميسيون حقوقي دريځ پيدا کړي چې يو له تعديلونو څخه دى او په انتخاباتو کې يې دمدني ټولنې  او دسياسي ګوندونو رول مهم وباله اوله ملي شورا څخه يې وغوښتل چې دغه قانون ته  په خپل کاري لومړيتوب کې ځاى ورکړي، ځکه دهيواد ثبات په راتلوونکو انتخاباتو پورې تړاو لري.
دافغانستان د ازادو اوعادلانه انتخاباتو رييس جانداد سپين غر وويل: ددغه قانون په باب نظر غوښتنه يو ارزښتناک ګام دى او ويې ويل  چې په دې قانون کې دسياسي ګوندونو ونډه په پام کې نيول شوى ده اومدني ټولنو ته څه نه ليدل کيږي .
ده وويل: ددغه مرکز له خوا دعدليې وزارت ته وړانديزشوى و چې دجمهوري رياست او دپارلمان هرکانديد دې لوړې زده کړې ولري  چې دهغوى له خوا ونه منل شوه. له دې امله  که چېر ې قانون شفاف نه وي ، انتخابات به شفاف نه وي.
ددغه ورکشاپ کار د دوو ورځولپاره دوام کوي.
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.