24 March 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

يو انس سره زر په ۱۳۱۴ډالرو وړاندې کېږي

کابل\باختر\ د وري د مياشتې ۴مه په نړيوالو بازارونوکې نن يو...

د اسعارو بيه

کابل\باختر\ د وري د مياشتې۴ مه د کابل د شهزاده سراى...

د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه

کابل/ باختر/ د وري دمياشتې ۴مه په افغانستان کې د آلماني...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني او د آذربایجان جمهور رئیس په دوه اړخیزو همکاریو بحث او خبرې وکړې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل/ باختر/ د کب د میاشتې ۲۳مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د باکو نړیوالې مجمع په څنډه کې نن غرمه د آذربایجان له جمهوررئیس الهام علي اوف سره وکتل.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو مشرانو د سوداګرۍ، صادراتو او وارداتو، ټرانسپورټ او کانونو په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهوررئیس الهام علي اوف په تېرو څو کلونو کې د آذربایجان او افغانستان ترمنځ د اړیکو پر لا ښه کېدو د خوښي څرګندولو ترڅنګ وویل، زموږ اړیکې چې ورځ تر بلې د لا پراخېدو په حال کې دي، هرکلی یې کوو.
نوموړي د کانونو په برخه کې ښو ظرفیتونو او له افغانستان څخه د مېوو او سبزیجاتو واردولو ته په اشارې وویل، د آذربایجان او افغانستان پلاوي به په دې اړه د ګډ کار په پایله کې د عمل پلان ترتیب او تطبیق کړي.
جمهوررئیس غني د جمهوررئیس الهام علي اوف له مېلمه پالنې څخه په مننې د غوڅ ملاتړ ماموریت په  چوکاټ او د لاجوردو لارې پرانیسته کې د آذربایجان د فعالې همکارۍ او ونډې قدرداني وکړه او وې ویل، افغانستان به د نفت او ګازو د پېرلو لپاره له آذربایجان سره د دولت په دولت قرارداد وکړي.
د هېواد جمهوررئیس وویل، د ټرانزیټ او ټرانسپورټ په برخه کې د رامنځته شویو اسانتیاوو له امله صادرات او واردات اسانه شوي. هغه زیاته کړه، افغانستان د کرنې، انرژۍ، کور او سړک جوړولو په برخو کې د پانګونې ظرفیت لري.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د افغانستان او آذربایجان پلاوي به له افغانستان څخه د مرمرو ډبرو، وچو او تازه مېوو او سبزیجاتو او کچالو د صادرولو په برخه کې یوه بسته د لېږد لپاره چمتو او عملي کړي.
محمد اشرف غني نظامي ګنجوي د آذربایجان او افغانستان ګډه فرهنګي پانګه وبلله او د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ته یې د نوموړي په مناسبت د سیمینار جوړولو لارښوونه وکړه. هغه زیاته کړه، موږ به د تخنیکي زده کړو لپاره نور محصلین هم آذربایجان ته راولېږو.
د آذربایجان جمهوررئیس د جمهوررئیس غني د دې وړاندیز هرکلی وکړ او دواړو جمهورو ريیسانو اړوندو مسوولینو ته د تخنیکې زده کړې د برخې محصلینو په اړه د عملي کار او همکارۍ لارښوونه وکړه.
همدارنګه د دغې کتنې په پای کې د دواړو جمهورو ريیسانو په حضور کې د افغانستان او آذربایجان هېوادونو اړوندو استازو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې یوه مواققتنامه، د کلتور او اورګاډي پټلیو په برخو کې د همکاریو تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.
د افغانستان او آذربایجان ترمنځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې لاسلیک شوې موافقتنامه به په دواړو هېوادونو کې د موثرو او ډاډ وړ عامه خدماتو، مفکورو، معلوماتو، مهارتونو او تجربو شریکولو او د پانګونې د ترویج او ګډې سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د کلتوري همکاریو موافقتنامه به د دواړو هېوادونو او ملتونو د نږدېوالي او همدلي لامل شي او د یوبل د درک ترڅنګ به په دواړو هیوادونو کې فرهنګي بنسټونو او شخصیتونو ته د فرهنګي فعالیت اسانتیاوې رامنځته کړي. 
د افغانستان او آذربایجان ترمنځ د اورګاډي پټلۍ تفاهم لیک به د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړونده برخه کې د دوه اړخیزو تخنیکي همکاریو، انکشاف، پانګونې، د دولتي او خصوصي سکتور د مشارکت زمینه برابره کړي.
پای – ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.