26 March 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په تخار کې دډله ئيزې ځغاستې  دسياليو ترسره کول

په تخار کې دډله ئيزې ځغاستې دسياليو ترسره کول

کابل باختر د وري پنځمه : په هېوادکې ددايمي سولې...

دتخار  مشرانو په بين الافغاني  خبرو ټينګار وګړ .

دتخار مشرانو په بين الافغاني خبرو ټينګار وګړ .

کابل باختر د وري پنځمه : په تخار کې دمتين دځوانانو...

 په هلمند ولايت کې دطالبانو له جيل څخه دڅلورو تنوملکي وګړو خلاصون

په هلمند ولايت کې دطالبانو له جيل څخه دڅلورو تنوملکي وګړو خلاصون

کابل باختر د وري پنځمه : دهلمند ولايت په خانشين ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

له طالبانو سره د سولې د خبرو په ګروکې په افغانستا ن کې دناتو دماموريت دوام

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل  باختر د کب  څليرويشتمه :
دناتوسرمنشي نيز ستولتنبرک ويلي دي چې په افغانستان کې د دغه تړون د پوځي ماموريت راتلونکى له طالبانو سره دسولې دخبرو په پايلو پورې اړه لري .
  باختراژانس د امريکا  راډيو له خولې خبرراکړ، همدا اوس کابو شپاړلس زره بهرني  سرتېري  څوارلس زره امريکايي سرتېري او د ناتو د نورو غړو هېوادونو کابو دوه زره تنه سرتېري په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ د ماموريت په چوکاټ کې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو ته د مشورې په ورکولو، روزنې او مرستې بوخت دي.
د وروستيو  مياشتو په بهير کې د طالبانو او امريکا استازو له افغانستان څخه د دغو سرتېرو دايستلوپه باب  اوږدې  خبرې لرلې.
د سې شنبې په ورځ په قطر کې  د طالبانو او امريکا د استازو د خبرو د پنځم پړاو په پاى کې چې شپاړلس ورځې يې دوام وکړ دواړو لورو  اعلام وکړ چې د يوې داسې مشورې په باب  موافقې ته رسيدلي دي چې له افغانستان څخه د بهرنيو سرتېرو وتل پکې شاملېږي .
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليل زاد وويل چې د دغې  مسودې له بشپړيدو وروسته به د خبرو بل پړاو پيل شي چې په بين الافغاني  خبرو او ديوه سراسري اوربند په ټينګښت باندې به تمرکز ولري .
په همدې حال کې د ملګروملتو د سازمان سرمنشي چې د پنجشنبې په ورځ يې په بروکسل  کې د ناتو د تړون په مقر کې له خبريالانو سره خبرې کولې وويل چې لاتراوسه پورې د طالبانو او امريکا ترمنځ وروستۍ موافقې ته د رسېدو لپاره زيات وخت ته اړتيا ده.
  په ورته وخت کې د ناتو سرمنشي ستولتنبرګ وويل چې په راتلونکې  کې دناتو دپوځي شتون کچه د دغو خبرو په پايلو پورې اړه لري لاتراوسه پورې ددغو خبرو دپايلو داټکل لپاره له وخت څخه مخکې دى او د سولې  دخبرو تر بشپړيدو پورې بايد زيات کارونه ترسره شي .
امريکايي مقاماتو ويلي دي چې له طالبانو سره د موافقو  د بشپړيدو په صورت کې حاضر دي چې په افغانستان کې دخپل پوځي شتون په کمښت اويا هم پاى ته رسولو اقدام وکړي .
همدا اوس په افغانستان کې د ناټو په نورو غړو هېوادونو پورې اړوند بهرني سرتېري  دخپل ماموريت د ترسره کولو لپاره لوژستيکي همکاري او هم د امريکا دهوايي ځواکونو ملاتړ ته اړتيا لري.
دناتو سرمنشي ټينګار کړى دى چې په افغانستان کې د پوځي شتون د راتلونکي په باب  تصميم نيونه به له امريکا سره په بشپړې همغږۍ کې صورت ومومي .
ځينې رپوټونه د دې څرګندوى دي چې له ٢٠٠١  ميلادي کال څخه تراوسه پورې ٣٥٦١ تنه بهرني سرتېري په افغانستان کې وژل شوي دي چې له جملې يې يوازې ٢٤١٩ تنه  امريکايي سرتېري دي .
  ختم_ عطاالله_ اکرم

 

Last modified on Friday, 15 March 2019 11:23

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.