20 April 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کندز کې د خپلسرو وسله‌ والو یومهم قوماندان ونېول شو

په کندز کې د خپلسرو وسله‌ والو یومهم قوماندان ونېول شو

کابل/ باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: د کندز په...

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې دپنځو تنو طالبانو وژل کيدل

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې دپنځو تنو طالبانو وژل کيدل

کابل باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: د نورستان په نورګرام...

دهېواد په ختيځ کې دډاراچوونکو په ډله کې دغړيتوب په تورد١٦تنو نيول کيدل

دهېواد په ختيځ کې دډاراچوونکو په ډله کې دغړيتوب په تورد١٦تنو نيول کيدل

داسعدا آبادښار/ باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: شپاړلس تنه دهېواد په ختيځ کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني په افغانستان کې د عربي متحده اماراتو دمخکېني سفیر کورنۍ ته د علامه سید جمال الدین افغان دولتي نښان ورکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ٢٧مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني عربي متحده اماراتو ته د خپل سفر په دوهمه ورځ نن سهار په افغانستان کې د عربي متحده اماراتو د مخکېني سفیر شهید جمعه محمد عبدالله یلیل الکعبي کورنۍ سره وکتل او یو ځل بیا یې هغوی ته د تسلیت ترڅنګ د شهید یلیل الکعبي د ارزښتناکو خدمتونو په درناوي د هغه کورنۍ ته د علامه سید جمال الدین افغان دولتي نښان ورکړ.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې اړه لوستل شوي فرمان کې راغلي:  شهید جمعه محمد عبدالله یلیل الکعبي په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا، د ثبات د تحکیم او د همکاریو په جلبولو کې زیاتې هڅې وکړې او د دندې په ترسره کولو کې یې خپله شایستګي وښوده.
جمهوررئیس غني د یاد نښان له ورکولو وروسته د شهید جمعه محمد عبدالله یلیل الکعبي د ټولنیزو او خیریه فعالیتونو ستاینه وکړه او وې ویل، افغانستان او عربي متحده امارات پخوانۍ او د ورورولۍ اړیکې لري او د خلکو دښمنان په چادونو او ځانمرګو بریدونو دغه اړیکې نشي زیانمنولی.
وروسته  د عربي متحده اماراتو د شهیدانو چارو رئیس شېخ خلیفه بن تحنون بن محمد آل نهیان وویل، د افغانستان او عربي متحده اماراتو اړیکې دوستانه او د ورورولۍ دي او د شهید جمعه محمد عبدالله یلیل الکعبي قربانۍ دا وښوده چې په هر ډول شرایطو کې موږ د یو بل ترڅنګ یوو.#
پای – ذ

Last modified on Tuesday, 19 March 2019 05:04

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.