20 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني: د حکومت هڅه دا ده چې د افغانستان بزګر، باغدار او مالدار د هوساینې احساس وکړي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر / د کب د میاشتې ۲۹مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د نوي لمریز کال د هرکلي په خاطر د جمهوري ریاست په انګړ کې یو نیالګی کېښود او هېوادوالو ته یې د  ۱۳۹۸ لمریز کال د راتګ مبارکي وویله.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهوررئیس غني چې د کرنې او مالداری وزیر او یوشمېر نورو دولتي لوړپورو مقاماتو یې ملتیا کوله، له نیالګي کرلو وروسته وویل، د خدای تعالی په فضل سره سږ کال د تېرو پنځو کلونو په پرتله بې ساری باران وشو چې بزګرانو، باغوانانو او د کرنې برخې کارکووکو ته د خوشحاله  او هوسا ژوند زمینه برابروي.
جمهوررئیس زیاته کړه: په بادغیس، فاریاب، جوزجان او شمال ولایتونو کې وچکالي د مالدارانو څاروي تلف کړل، خو د خدای( ج) په فضل سږ کال د زیاتو ورښتونو له امله وطن شین او د زیات کښت او کار زمینه برابره شوې ده.
جمهوررئیس څرګنده کړه: زموږ برداشت دا دی چې د تېرو کلونو په پرتله به په نوي کال کې د افغانستان د عمومي ودې سلنه حد اقل دوه سلنه زیاته وي او دا د کروندګرو او مالدارو د عایداتو د زیاتوالي په معنی دی.
د هېواد جمهوررئیس دکرنې وزیر، د کابل ښاروال، والي او د سیمه ییزو ارګانونو عمومي ریاست ته لاښوونه وکړه چې د ساتنې او مراقبت واضح پروګرام  ترتیب کړي او د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه دې د ارګ په څېر ښوونځي او پوهنتونونه  ښېرازه کړي.
هغه زیاته کړه، د جلغوزیو په شان د افغانستان بادامو او پستې ته هم توجه کېږي او دغه راز د کونړ، پکتیا او خوست لرګيو ته زموږ جدي پاملرنه ده او له دغو عظیمو پانګو څخه باید دوامداره استفاده وکړو.
جمهوررئیس د دې په څرګندولو چې هره مېوه لرونکې ونه له نړۍ سره زموږ اړیکه ټینګوي، وویل، د حکومت هڅه دا ده چې د افغانستان بزګر، باغدار او مالدار د هوساینې احساس وکړي.
جمهوررئیس غني هیله مندي وښوده چې د اوبو مهارولو، د ځنګلونو مدیریت او له تولیداتو څخه په اساسي استفادې سره افغانستان له وارداتي څخه په صادراتي هېواد بدلېږي.
محمد اشرف غني د کرنې سکتورکې د ښځو ونډې ته په پام وویل، ښځې د محصولاتو وچولو، بسته بندي او صادراتو ته چمتو کولوکې اساسي ونډه لري، چې اساسي توجه به ورته وشي.
وروسته جمهوررئیس غني په کابل کې مېشت د نوروز حوزې د یو شمېرهېوادونو له سفیرانو سره په کتنه کې هغوی ته د نوي (۱۳۹۸ لمریز) کال مبارکي وویله.
پای – ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.