24 April 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دملي شورا داوولسمې دورې دپرانستلو دمراسمو رسانه يي کميسيون غونډه وکړه .

کابل باختر د ثور څلورمه : دملي شورا داوولسمې دورې دپرانستلو...

دهېواد په ولايتونو کې د١٠٠٦پروژو تطبيق څوارلس مليونه کاري ورځې رامنځته کړې .

کابل باختر د ثور څلورمه : دکليو دبياجوړولو اوپراختيا سرپرست ...

 دبدخشان  ولايت دکران او منجان په ولسوالۍ دطالبانو بريد په شاوتمبول  شو

دبدخشان ولايت دکران او منجان په ولسوالۍ دطالبانو بريد په شاوتمبول شو

کابل باختر د ثور څلورمه : دبدخشان ولايت دکران او منجان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فرانسه په افغانستان کې د بین الافغاني سولې ملاتړ کوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /باختر/ دکب د مياشتې ٢٩مه
په کابل کې د فرانسې نوي سفیر داوید مارتینون د اجرائیه ریاست له لومړي مرستيال سره په دوه اړخیزو همکاریو او د سولې په روانو خبرو بحث او خبرې وکړې.
د اجراییه ریاست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې د کب په ۲۹مه د وزیرانو شورا په مرمرینه ماڼۍ کې تر سره شوه، په دوه اړخیزو، اقتصادي، سیاسي اړیکو، راتلوونکو ټاکنو او همدارنګه د سولې په روانو هڅو خبرې وشوې.
د فرانسې سفير په هېواد کې روانه جګړه تبا کوونکې وبلله او زیاته یې کړه چې افغانان باید په خپلو منځونو کې یو ګد تفاهم ته ورسېږي او ډاډ یې ورکړ چې فرانسه په افغانستان کې د یو سوله یييز حل ملاتړې ده.
ښاغلی مارتینون راتلونکو ټاکنو ته په اشارې سره وویل چې ټاکنې د ولسواکۍ یو مهم رکن دی او باید ټاکنې په خپل وخت تر سره شي تر څو د افغانانو په خوښه حکومت رامنځ ته شي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال د فرانسې نوي سفیر ته ښه راغلاست و وایه او هيله یې وښوده چې د نوي سفير په راتګ سره به د فرانسې او افغانستان اړیکې او دوه اړخیزې همکارۍ لا پراخې شي.
لومړي مرستيال په رڼو ټاکنو او د هېواد د روانې جګړې په بین الافغاني تفاهم ټینګار وکړ او ویې ویل: " د ملي یووالي حکومت رڼو او شفافو ټاکنو ته ژمن دي چې په دې برخه کې یې د پام وړ کارونه کړي او د جګړې د پای لپاره موږ تل په بین الافغاني خبرو ټینګار کړی او یو ځل بیا وایو چې د دغې جګړې حل یوازې او یوازې افغاني تفاهم دی او بس". 
پای – ذ

 

Last modified on Wednesday, 20 March 2019 13:21

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.