22 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کونړکې د طالبانو د شل کسیزې ډلې د یوه قوماندان وژل کېدل

په کونړکې د طالبانو د شل کسیزې ډلې د یوه قوماندان وژل کېدل

کابل/باختر/ د چنګاښ٣١مه د ملی امنیت د لوی ریاست ځانګړو ځواکونو،...

جمهورريیس غني: هېڅوک د جمهوریت او وطنوالۍ په محوریت کې د حقونو چتر له موږ نشي اخیستلای

جمهورريیس غني: هېڅوک د جمهوریت او وطنوالۍ په محوریت کې د حقونو چتر له موږ نشي اخیستلای

کابل/باختر/ د چنګاښ٣١مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف...

د نشه يي توکو درې قاچاق وړونکي ونيول شول

د نشه يي توکو درې قاچاق وړونکي ونيول شول

کابل/باختر/ د چنګاښ٣١مه د حامد کرزي د نړيوال هوايي ډګر پوليسو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دپخوانى جمهور رييس حامدکرزي دمبارکي پيغام .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باختر د وري  لومړي :
دنوى کال او دنوروز جشن درارسيدو په مناسبت دپخوانى جمهور رييس حامدکرزي  د مبارکي پيغام .
ګرانو هېوادوالو خويندو او ورونو !
د ١٣٩٨  کال او دنوروز دلرغونې جشن درارسيدو له امله تاسو ټولو ته مبارکي وايم هيله کوم چې نوى کال دافغانستان ټولو خلکو ته دسراسري او دايمي سولې زيرى راوړي چې نور دجګړې ، وينې توييدنې او دخپلو  عزيزانو دله لاسه ورکولو  شاهدان ونه  وسو
  له بده مرغه تيرکال دجګړو، دبمونو دايښودنو  چاودنو  او دهوايي بمباريو  له امله موږ يوزيات شمير هېوادوال له لاسه ورکړل او زيات کورونه ويجاړ شول  ددغه ناتار دپاى ته رسيدو  او په هېواد کې دسراسري سولې دتامينولوپه خاطر هيله کوم چې دافغانستان ټول خلک په بشپړ اتحاد اويووالي کې په نوي هوډ او ارادرې سره سولې ته درسيدو په لاره کې  له رامنځته شوي فرصت څخه زياته  استفاده وکړو اودسولې له خبرو بشپړ او هر اړخيز همکارى وکړو
په پاى کې يوځل بيا دنوې کال له امله ټولو  هېوادوالو ته مبارکي وايم او له نيکمرغى   او خوشحاليو ډک ژوند هغوى ته هيله کوو .
  ختم_ ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.