20 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په بلخ کې څه د پاسه ٢٥٠٠ تنو د انتخاباتو لپاره نومونه ثبت کړي دي

په بلخ کې څه د پاسه ٢٥٠٠ تنو د انتخاباتو لپاره نومونه ثبت کړي دي

کابل/باختر/دغبرګولي٣٠مه د بلخ د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون مسوولين وايي...

په غزني کې د يوې چاودنې مخه ونيول شوه

په غزني کې د يوې چاودنې مخه ونيول شوه

- کابل/باختر/دغبرګولي٣٠مه د غزني د ملي امنيت رياست منسوبینو تېره شپه...

لويه څارنوالي د برېښنا پوروړي تر عدلي تعقيب لاندې نيسي

لويه څارنوالي د برېښنا پوروړي تر عدلي تعقيب لاندې نيسي

کابل/باختر/دغبرګولي٣٠مه د افغانستان برېښنا شرکت او لویې څارنوالۍ ترمنځ د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دجمهور رييس پيغام

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باختر د وري  لومړي :
دنوي کال په مناسبت  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس محمد اشرف غني دمبارکي پيغام .
  قدرمنو وطنوالو !
دنوي هجري لمريز کال  دپيل په مناسبت  تاسې ټولو ته مبارکي وايم او هيله کوم  چې نوى کال دې  په هېواد کې دسولې ، سوکالي ، امنيت او نيکمرغى  کال وي
دافغانستان داسلامي دولت کابينې ١٣٩٨ کال ته دپرمختيا ، ولسواکي او سولې  نوم ورکړى دى او هيله داده چې په دغو دريو واړو  ساحو کې به دپام وړ برياوي ولرو
عزتمنو  وطنوالو !
  تير ژمى په ټول هېواد کې زيات اورښتونه   وشول او دوچکالي  امکان ختم شو خو دا اورښتونه که دښو حاصلاتو زيرى راکوي ، دسېلاونو خطر هم رامنځته کولاى شي چې اميد دى احتمالي سېلاونو  ته متوجه واوسو  او زيانونه حل اقل ته راټيټ کړو له بلې خوا په نوي کال کې انتخابات په مخ کې  لرو چې لازمه ده نه يوازې دولت اودانتخاباتو مستقل کميسيون بلکې خلک هم خپله تياري  ورته  ونيسي او په انتخاباتو کې دګډون له لارې دهېواد په برخليک کې برخه واخلي .
سوله زموږ دشهيدانو ارمان ، زموږ دټولوخلکو هيله او دملي وحدت دحکومت اساسي هدف دى .
موږ تر بل هر وخت سولې ته نږدې شوي يو او دا اميد لرو چې په  ١٣٩٨ کال کې به نه يواځې د وچکالي  دختميدو بلکې دسراسري سولې دلمر دراختلو شاهدان هم واوسو .
  دنوي کال  په پيل کې  چې طبيعت ځوانيږي  په کار ده دچاپيريال دپاک ساتلو اوخونديتوب په برخه  کې خپله ژمنه تازه کړو اوپه دې ډول دالهي نعمتونو شکر ګزاره واوسو  دخاورې ، اوبو او هوا پاک ساتلو  ته توجه او دونو ، بوټو او ځنګلونو خونديتوب او زياتولو ته پاملرنه زموږ هر يوه ملي او اخلاقي وظيفه ده
دنوي کال درارسيدو په مناسبت  يوځل بيا ټولو ته مبارکي وايم او دخلکو دخير اونيکمرغي په چارو کې دالهي توفيق هيله کوم .
  ختم_ ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.