20 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سياسي معين : دسولې په خبرو کې دتيرو اتلسو کلونو برياليتوبونه به وساتل شي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دوري دريمه :
دافغانستان  دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين ادريس زمان له نشه يي توکوسره دمبارزې دکميسيون  دکلني غونډې تر څنګ  په هغې غرمنۍ ميلمستيا کې چې په ويانا کې دافغانستان داسلامي جمهوريت  دسفارت له خوا جوړه شوې وه ګډون وکړ او په دغه هېواد کې يې له يوشمير افغان مهاجرينو سره وکتل .
  دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ ،  زمان ويانا ته  دخپل سفر  دهدف اوله نشه يي توکوسره دمبارزې په لاره کې دافغانستان دبرياليتوبونوپه باب  برخه والو ته معلومات ورکړل او ويې ويل  په افغانستان کې له نشه يي توکوسره دمبارزې دلارې پرسر پراته چلنجونه  سيمه ئيزو او نړيوالو  هلوځلو ته اړتيا لري . دغه راز  زمان  له طالبانوسره دسولې دخبرو ،  دکابل بهير  ددريمې غونډې او دمشورتي لويې جرګې دجوړولو په باب  معلومات وړاندې کړل او داد يې  ورکړ چې له طالبانو سره دحکومت دسولې  په خبرو کې به  هغه برياليتوبونه چې په تيرو اتلسو کلونوکې دزرګونو تنو شهيدانو دوينې په بيه ترلاسه شوي دي ،  وساتل شي .
  ختم _ ج _ اکرم

 

Last modified on Saturday, 23 March 2019 12:53

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.