24 April 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دملي شورا داوولسمې دورې دپرانستلو دمراسمو رسانه يي کميسيون غونډه وکړه .

کابل باختر د ثور څلورمه : دملي شورا داوولسمې دورې دپرانستلو...

دهېواد په ولايتونو کې د١٠٠٦پروژو تطبيق څوارلس مليونه کاري ورځې رامنځته کړې .

کابل باختر د ثور څلورمه : دکليو دبياجوړولو اوپراختيا سرپرست ...

 دبدخشان  ولايت دکران او منجان په ولسوالۍ دطالبانو بريد په شاوتمبول  شو

دبدخشان ولايت دکران او منجان په ولسوالۍ دطالبانو بريد په شاوتمبول شو

کابل باختر د ثور څلورمه : دبدخشان ولايت دکران او منجان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهور رئیس غني د شهید عبیدالله بارکزي جنازې ته درناوی وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د وري دمیاشتې ۴مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي شهید عبیدالله بارکزي جنازې ته چې پرون په کندهار کې د تروریستي برید په پایله کې شهید شو، درناوی وکړ.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهوررئیس په شهید محمد داوود خان روغتون کې د شهید بارکزي اروا ته د دعا پرمهال د لوی کندهار ولسونو، ملي شورا او ټولو افغانانو ته د عبیدالله بارکزي د شهادت له امله تسلیت ووایه.
هغه زیاته کړه، شهید عبیدالله بارکزی غښتلی انسان و، د هغه د ځوانیمرګ زوی د غمشریکۍ لپاره مې چې ټلیفوني خبرې ورسره کولې، نو ماته یې ډاډ راکاوه.
جمهوررئیس د وطن د دفاع په برخه کې د شهید بارکزي د کورنۍ سرښندنو ته په اشارې وویل، دوی په دې لاره کې ډېره قرباني ورکړې او یو زوی یې اوس هم د ملي اردو په لیکو کې د هېواد دفاع او خدمت کوي. هغه د اتلانو له خټې جوړ و او نن ټول ورباندې غمجن یوو.
محمد اشرف غني یو ځل بیا شهید بارکزي ته د فردوس جنت دعا وکړه او د هغه د کورنۍ غړو ته یې ډاډ ورکړ چې د یادې پېښې دقیقه او هر اړخیزه څېړنه به ترسره او پایلې به یې له دوی سره شریکې شي. 
ورپسې د شهید عبیدالله بارکزي د کورنۍ په استازیتوب د نوموړي زوی حضرت شاه بارکزي د جمهور رئیس غني او ټولو هېوادوالو له خواخوږۍ او غمشریکۍ څخه په مننې وویل، شهید عبیدالله بارکزي د نظام د بقا او د وطن د سرلوړۍ لپاره هلې ځلې کولې او موږ به په ټول قوت د دوی لاره تعقیب کړو.
وروسته جمهور رئیس غني د شهید عبیدالله بارکزي د جنازې د لېږد مراسمو کې چې د هېواد په درې رنګه بیرغ پوښلې وه او د تشریفاتو قطعې منسوبینو په خپلو اوږو لېږدوله، ملتیا وکړه. 
پای – ذ

Last modified on Sunday, 24 March 2019 11:56

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.