24 April 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دملي شورا داوولسمې دورې دپرانستلو دمراسمو رسانه يي کميسيون غونډه وکړه .

کابل باختر د ثور څلورمه : دملي شورا داوولسمې دورې دپرانستلو...

دهېواد په ولايتونو کې د١٠٠٦پروژو تطبيق څوارلس مليونه کاري ورځې رامنځته کړې .

کابل باختر د ثور څلورمه : دکليو دبياجوړولو اوپراختيا سرپرست ...

 دبدخشان  ولايت دکران او منجان په ولسوالۍ دطالبانو بريد په شاوتمبول  شو

دبدخشان ولايت دکران او منجان په ولسوالۍ دطالبانو بريد په شاوتمبول شو

کابل باختر د ثور څلورمه : دبدخشان ولايت دکران او منجان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تبصره

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وري ٢٥ مه
په افغانستان کې د نړيوال سره صليب د کار ځنډيدل زموږ د جګړه ځپلي هېواد لپاره ناوړې پايلې لري. زموږ خلک هيله لري چې نړيوال خيريه سازمانونه دې په ډير لنډ ممکن وخت کې په افغانستان کې خپل فعاليت له سره پيل کړي.
دباختر آژانس مفسر ليکي:
دسره صليب کمېټې د طالبانو له خبر داري وروسته په افغانستان کې خپل فعاليت ځنډولى دى.
سره صليب له هغه وروسته په افغانستان کې خپل  فعاليت وځنډاوه چې طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چې سره صليب په افغانستان کې خپل فعاليت په سمه توګه نه دى ترسره کړى او له دې وروسته دغې کمېټې  ته تر خپلې واکمنۍ لاندې ساحه کې د فعاليت اجازه نه ورکوي .
د سره صليب ترڅنګ طالبانو د نړۍ د روغتيايي سازمان کار هم ځنډولى دى.
طالبانو ويلي دي چې دغه سازمان مشکوک پروګرامونه لري. د طالبانو د اعلاميې له صادريدو وروسته سره صليب په افغانستان کې خپل کار تعليق کړى دى او ويلي يې دي: تر هغه وخته پورې چې د طالبانو له لوري ډاډ ترلاسه نه کړي؛ خپل کار به له سره پيل نه کړي .
د افغانستان خلک د نړيوال سره صليب او نورو نړيوالو خيريه بنسټونو په لور له هيلو ډک نظر لري او د دغو بنسټونو د فعاليتونو ځنډول او هغه هم په داسې وخت کې چې په افغانستان کې تاوتريخوالي او نښتې د زياتيدو په حال کې دي؛ کيداى شي ناوړې  پايلې ولري. په جګړه خپلو ټولنوکې همدغه بنسټونه او موسسې دي چې د خلکو ترمنځ هيله رامنځته کوي او همدغه بنسټونه دي چې له خلکوسره مرسته کوي .
سور صليب په افغانستان کې د کابو ٤٠ کلن فعاليت تجربه لري او دغه هېواد د نړۍ په کچه د دغه بنسټ څلورم ماموريت دى. هغه يواځنى بنسټ چې په جنګي سيموکې بشري خدمتونه برابروي، د جګړو او پېښو ټپيان لېږدوي، له هغوى سره مرسته او درملنه يې کوي، جنګي اسيرانو تبادله، د بنديانو د ليکونو تبادله، په جګړه ځپلو سيموکې خوړو او د څښاک د اوبو تامينول، د مړو لېږدونه، د معلولينو او معيوبينو درملنه او ...  د هغه انسان دوستانه فعاليت او کار بېلګه ده چې سور صليب يې د افغانستان په ګډون په جګړه ځپلو ټولنوکې ترسره کوي چې د سره صليب په نشتوالي کې به موږ د زياتو ستونزو د رامنځته کېدو شاهدان واوسو .
طالبان د دې هېواد د برخليک واکمن او د اختيار خاوندان نه دي چې د هغو نړيوالو سازمانونو او بنسټونو لپاره چې په افغانستان کې انسان دوستانه فعاليتونه ترسره کوي؛ تکليف وټاکي . که چيرې طالبان په خپله محدوده کې په سره صليب او يا نورو نړيوالو سازمانونو کرښه او کرښې ټاکي؛ ولې دغه سازمانونه په ټول افغانستا کې خپل فعاليت ځنډوي؟ د دغو سازمانونو کاري ستراتيژيو او موخو، د هغوى اخلاقي مکلفيتونه هم مشخص کړي دي. دا سمه نه ده چې د يوې ماجرا غوښتوونکې ډلې د ګواښ له امله د افغانستان ټولو خلکو ته شا واړو او اړ کسان هير کړو.
د افغانستان خلک د دغو بنسټونو په نسبت باورمند دي او بايد هغوى د طالبانو په خاطر زموږ ټول خلک د خپلو خدمتونو له وړاندې کولو څخه بې برخې نه کړي. که چيرې  طالبان د هغوى د کار ګواښ او يا مزاحم دي؛ د افغانستان دولت د هغوى ملاتړى دى.
د افغانستان دولت نه يواځې د نړيوالو سازمانونو او موسسو لپاره د فرصت برابروونکى دى، بلکې د هغوى د ستونزو په لرې کولو کې همکار دى او د هغوى  ملاتړ کوي .
هيله ده چې سور صليب  په خپل دغه تصميم بيا کتنه وکړي او په افغانستان کې خپل فعاليت له سره پيل کړي .
ختم _ عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.