24 April 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دملي شورا داوولسمې دورې دپرانستلو دمراسمو رسانه يي کميسيون غونډه وکړه .

کابل باختر د ثور څلورمه : دملي شورا داوولسمې دورې دپرانستلو...

دهېواد په ولايتونو کې د١٠٠٦پروژو تطبيق څوارلس مليونه کاري ورځې رامنځته کړې .

کابل باختر د ثور څلورمه : دکليو دبياجوړولو اوپراختيا سرپرست ...

 دبدخشان  ولايت دکران او منجان په ولسوالۍ دطالبانو بريد په شاوتمبول  شو

دبدخشان ولايت دکران او منجان په ولسوالۍ دطالبانو بريد په شاوتمبول شو

کابل باختر د ثور څلورمه : دبدخشان ولايت دکران او منجان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د سولې مشورتي لویې جرګې د غړیتوب لپاره به د ملي کټګوریو ټاکنې پیل شي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د وري دمياشتې ٢٥ مه
د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړونې کمېسیون نن د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړونې کمیسیون مشر او د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس په مشر ۍ ناسته ترسره کړه.
د سولې د عالي شورا مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې ناسته کې د سولې مشورتي لویې جرګې د غړیتوب لپاره د ملي کټګوریو د ټاکنو او په یاده لویه جرګه کې د ملي شورا د غړو د شمولیت په څرنګوالي بحث او خبرې اترې وشوې.
د سولې مشروتي لویې جرګې د جوړونې کمیسیون مشر محمد عمر داوودزي وویل چې د لویې جرګې لپاره د ملي کټګوریو د ټاکنو پروسه به په نږدې ورځو کې په پلازمینه کابل کې پیل شي چې دغه بهیر به په عادلانه او شفاف ډول ترسره کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې چې د یادې لویې جرګې د غړیتوب په موخه، په ولایتونو کې د ترسره شویو ټاکنو په اړوند د خلکو شکایتونه به په جدي توګه په پام کې ونېول شي.
د یادونې وړ ده چې د سولې مشورتي لویې جرګې لپاره له ۲۴ بېلا بېلو کټګوریو څخه خلک ټاکل کېږي چې په یاده لویه جرګه کې به د غړو په توګه ګډون کوي.#
پاى – ف

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.