24 April 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دملي شورا داوولسمې دورې دپرانستلو دمراسمو رسانه يي کميسيون غونډه وکړه .

کابل باختر د ثور څلورمه : دملي شورا داوولسمې دورې دپرانستلو...

دهېواد په ولايتونو کې د١٠٠٦پروژو تطبيق څوارلس مليونه کاري ورځې رامنځته کړې .

کابل باختر د ثور څلورمه : دکليو دبياجوړولو اوپراختيا سرپرست ...

 دبدخشان  ولايت دکران او منجان په ولسوالۍ دطالبانو بريد په شاوتمبول  شو

دبدخشان ولايت دکران او منجان په ولسوالۍ دطالبانو بريد په شاوتمبول شو

کابل باختر د ثور څلورمه : دبدخشان ولايت دکران او منجان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجرائيه رئيس له امریکايي سناتورانو سره په لیدنه کې: د سولې پر وړاندې اصلي خنډ طالبان دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ۲۶ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د امریکايي سناتور جک ریډ Jack Reed په مشرۍ د امریکا د کانګرس له راغلي پلاوي سره وکتل.
د اجراییه ریاست د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې ناسته کې اجرائيه رئیس کابل ته د امریکايي سناتورانو د راتګ د هرکلي ترڅنګ له افغانستان سره د امریکا د مرستو او د سولې په پروسه د هلوځلو مننه وکړه.
اجرائيه رئیس د افغانستان او سیمې د وضعیت په اړه روښانه تصویر وړاندې کړ او ویې ویل، چې ولسمشریزې ټاکنې په خپل وخت ترسره کول مهم دي، ځکه رڼې او عادلانه ټاکنې د افغانستان د ثبات بنسټ جوړوي.
اجرائيه رئيس دغه راز د سولې د پروسې په اړه وویل چې د ډاکټر خلیلزاد په مشرۍ د سولې له هڅو څخه ملاتړ کوي. دمګړۍ د مصالحې رهبري شورا رامنځته شوې او حکومت د سولې د هڅو په لړ کې د سیاسي جهتونو د هڅو د توحید کولو لپاره هم کار پيل کړی څو دا پروسه په همه شموله ډول مخ ته ولاړه شي. اجرائيه رئيس هیله وښوده، چې روانې هڅې بین الافغاني مذاکراتو ته لار پرانیزي.
ډاکټر عبدالله عبدالله د طالبانو اعلان شویو عملیاتو ته په اشارې وویل: تر اوس هم طالبان د سولې پر وړاندې خنډ دي. تر اوسه هم دا چې هغوی رښتیا هم سوله غواړي ډاډه نه یو؛ خو طالبان د سولې له پروسې د ابزارو په توګه کار اخلي.
اجرائيه رئيس زیاته کړه، چې خلک نور له 40 کلنو جګړو ستړي شوي او سوله غواړي او د ملي یووالي حکومت به د سولې له هر فرصت څخه په استفادې د سولې لپاره هڅې روانې وساتي.
اجرائيه رئیس وویل، که د سولې لپاره واقعي فرصت برابر وي ښه به دا وي چې د سولې لپاره هڅې او پام زیات شي؛ هغه ټینګار وکړ چې ټاکنې او سوله دواړه جلا بحثونه دي چې حکومت یې مخ ته وړي.
اجرائيه رئيس وویل چې جمهوري نظام، د ښځو او بشري حقونه او د وروستیو کلونو لاسته راوړنو ساتل د افغانانو غوښتنې دي او باید حفظ شي.
اجرائيه رئیس دغه راز وویل چې نور سیمه ییز مسایل نباید د دې لامل شي چې پر پاکستان د امریکا تمرکز کم شي، هغه ډول چې د عراق جګړې له افغانستانه د امریکا مخ واړاوه.
اجرائيه رئيس وویل چې اوس په سیمه ییز لحاظ هم بدلونونه راغلي او اړتیا ده چې پر پاکستان فشار ډېر شي، ځکه لا هم داسې نه معلومېږي چې پاکستان دې طالبان تر فشار لاندې نیولي وي.
د امریکا د کانګرس غړو له افغانستان څخه د خپل ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ او ویې ویل چې دوی د سولې له پروسې حمایت کوي.
هغوی زیاته کړه چې امریکا د افغانستان ترڅنګ ولاړه ده.
اجرائيه رئيس د امریکا د کانګرس او خلکو له مرستو او ملاتړ څخه مننه وکړه.
پای – ذ

 

Last modified on Tuesday, 16 April 2019 06:03

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.