21 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په کندز کې په اويا اړو کورنيو نغدې پيسې وويشلې شوې

په کندز کې په اويا اړو کورنيو نغدې پيسې وويشلې شوې

کابل باختر دثور ٣٠مه : په کندز ولايت کې نن په...

 په فارياب کې دلسو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

په فارياب کې دلسو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر دثور ٣٠مه : لس تنه وسله وال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

مطبوعاتي اعلامیه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د غويي د میاشتې ۱نېټه
د افغانستان پخوانی جمهور رئيس حامد کرزی د غزني په ګیلان او د میدان وردګو په نرخ ولسوالیو کې شپني عملیات او په کابل کې د مخابراتو پر وزارت برید چې په
نتیجه کې یې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې،په کلکو ټکو غندي او په هېواد کې د
ملکي خلکو امنیت او مصوونیت ته پر نه پاملرنه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.
پخوانی جمهور رئیس په هېواد کې د خلکو په وړاندې نظامي عملیات په هر عنوان
چې وي، ناروا عمل بولي او د ډیرژر بندېدو غوښتنه یې کوي. همداراز په جګړه کې
له ښکېلو غاړو څخه  غواړي چې د جنګ او وینې تویدنې پر ځای دې په هېواد کې د
سولې او امن د ټینګښت لپاره چې د افغانستان د خلکو تر ټولو ستره آرزو ده، په ګډه
کار وکړي.
حامد کرزی همداراز د بین الافغاني مذاکراتو د لړۍ پرډیر ژر بیا پیلېدو او د سولې د خبرو اترو پر دوام ټینګار کوي.
پخوانی جمهور رئیس د لوی خدا (ج) له درباره د دغو پېښو شهیدانو ته د فردوس جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا هیله کوي.
پای – ذ

 

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.