21 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په کندز کې په اويا اړو کورنيو نغدې پيسې وويشلې شوې

په کندز کې په اويا اړو کورنيو نغدې پيسې وويشلې شوې

کابل باختر دثور ٣٠مه : په کندز ولايت کې نن په...

 په فارياب کې دلسو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

په فارياب کې دلسو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر دثور ٣٠مه : لس تنه وسله وال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د کابینې فوق العاده غونډه جوړه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د غويي د میاشتې ۱نېټه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې فوق العاده غونډه پرون له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې جمهوررئیس غني د وروستیو طبیعي پېښو په ځانګړي ډول په مرکز او ولایتونو کې د وروستیو سېلاوونو د راوتلو له امله زیانمنو شویو ته د مرستې رسولو په برخه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو، د کابل ښاروالۍ مسوولینو او نورو اړوندو ارګانونو د همکاريو مننه وکړه او اړوند ارګانونه یې موظف کړل چې د سېلاوونو د مدیریت په موخه د کابل سیند د بستر پاکولو په اړه عاجل اقدام وکړي.
د اجنډا مطابق د سولې عالي شورا د دارالانشا او د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړولو کمېسیون رئیس محمدعمر داوودزي د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړولو په اړه د شویو اجرااتو راپور او منظم مهالوېش ته په پام د دغې جرګې د جوړېدو په ورځو کې د کمېسیون د راتلوونکو تیاریو په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.
وروسته د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړولو کمېسیون مرستیالانو په دې جرګه کې د ولایتي شوراګانو له لوري د مشورتي لویې جرګې د ګډون کوونکو غړو د ټاکنو د څرنګوالي او د والیانو د څارنې، د ټولنې بېلابېلو کټګوریو ته په پام د ګډون کوونکو غړو د سهمیه بندۍ، د ګډون کوونکو د عمومي شمېر او د ښځو د مشارکت د سلنې، د ټاکنو د بودجې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه د کابینې غړو ته معلومات ورکړل او د دې پروسې پر وړاندې پرتې ستونزې یې مشخصې او د حل په موخه یې د کمېسیون پرېکړې غونډې ته وړاندې کړې.
د کابینې غړو د مشورتي لویې جرګې د جوړولو کمېسیون  د کړنو د قدردانۍ ترڅنګ، د مشورتي لویې جرګې د ښه ترسره کېدو، د ملي او مهمو مسایلو په تصمیم نیولو کې د لویې جرګې ارزښتناک رول او د هېواد په عنعناتو کې د جرګو مقام ته په پام د مشورتي لویې جرګې د لا ښه جوړولو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه مطرح کړل. د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړولو کمېسیون صلاحیتونو ته په اشارې یې دولتي ارګانونه موظف کړل چې د سولې مشورتي لویې جرګې د لاښه جوړولو په موخه له یاد کمېسیون سره هراړخیزه همکاري وکړي، دغه راز له دې فرصت څخه په استفادې له ګډون کوونکو غړو سره د دوی سیمه ییزو ستونزو ته د رسېدنې په موخه په زون وار ډول لیدنه وکړي.
وروسته کابل ښاروال او طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزیر مالي او اداري معین په هېواد په ځانګړي ډول کابل ښار کې د وروستیو سېلاوونو د مدیریت، وروستیواقداماتو، پلانونو او اجرااتو د څرنګوالي راپور غونډې ته وړاندې کړ او وې ویل، په تېرو څو ورځو کې سختو بارانونو کابل ښاریانو او د ولایتونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي چې د اوبو د نفوذ د مخنیوي او احتمالي ګواښونو په خاطر هڅې شوي، دغه راز له سېلاب ځپلو سره لومړنۍ مرستې هم شوې دي.
دوی دې ډول پېښو ته د رسېدنې او مخنیوي په خاطر لنډمهاله او اوږدمهاله وړاندیزونه هم غونډې ته وړاندې کړل.
کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته اړوند بنسټونه موظف کړل چې په مرکز او ولایتونو کې د سېلاوونو د مخنیوي او مدیریت په خاطر واضح میکانیزم او د سطحي اوبو د مدیریت طرحه ترتیب کړي، دغه راز یې کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارله چې په کابل ښار کې د وروستیو سېلاوونو زیانمنوشویو ته د موقتې استوګنې د ځایونو د برابرولو او رسېدنې په موخه ژر اقدام وکړي او د غونډې د یادونې مطابق دې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ په راتلوونکي کې بنیادي اقدامات ترسره کړي.
دغه راز د نوښت په چارو کې د جمهوري ریاست ستر سلاکار دې د سیمې د نورو هېوادونو تجربوته په پام سېلاوونو څخه د مخنیوي او زیانونو د راکمولو په موخه هر اړخیزه طرحه ترتیب او د اوبو او ځمکو عالي شورا ته دې وړاندې کړي.#
پای – ذ

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.