21 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په کندز کې په اويا اړو کورنيو نغدې پيسې وويشلې شوې

په کندز کې په اويا اړو کورنيو نغدې پيسې وويشلې شوې

کابل باختر دثور ٣٠مه : په کندز ولايت کې نن په...

 په فارياب کې دلسو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

په فارياب کې دلسو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر دثور ٣٠مه : لس تنه وسله وال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ډاکټر محب: هغوی چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له اعاشې غلا کوي، د افغانستان د خلکو دښمنان دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د غويي د میاشتې ۱نېټه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په ۲۰۷ ظفر قول اردو کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب کې وویل: هغوی چې د امنیتي ځواکونو له اعاشې غلا کوي او هغوی چې زموږ اولادونه اختطاف کوي، د افغانستان دښمنان دي.
د ملي امنیت شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه، افغانانو په هېڅ جنګ کې ماته نه ده خوړلې او دغه اتل سرتېري نه ماتېدونکي دي.
هغه افغان ځواکونو ته ډاډ ورکړ چې په امنیتي سکټور کې به د اصلاحاتو لړۍ روانه وي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته به رسېدنه وشي.
محب زیاته کړه چې د افغانستان خلک د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي او افغانان به هېڅکله د افغان ځواکونو قربانۍ هېرې نه کړي.
ډاکټر محب دغه راز هغه سرتېري چې په مخامخو جګړو په ځانګړې توګه په بالامرغاب کې یې له ځانه مېړانه او اتلولي ښودلې وه، په نقدي او معنوي مکافاتو وستایل.

په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال ‌‌‌‌‌‌ډګر جنرال ډاکټر یاسین ضیاء د بادغیس او فراه ولایتونو د امنیتي وضعیت په تړاو معلومات ورکړل او وې ویل چې مخالفین له ماتې سره مخامخ شوي دي او د مخامخې جګړې توان نه لري.
پای – ذ
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.