21 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په کندز کې په اويا اړو کورنيو نغدې پيسې وويشلې شوې

په کندز کې په اويا اړو کورنيو نغدې پيسې وويشلې شوې

کابل باختر دثور ٣٠مه : په کندز ولايت کې نن په...

 په فارياب کې دلسو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

په فارياب کې دلسو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر دثور ٣٠مه : لس تنه وسله وال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ډاکټر محب: د افغانستان دښمنان د پیاوړي نظام له موجودیت وېره لري

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د غويي د میاشتې ۱نېټه
د لوېدیځ زون د لوړ پوړو امنیتي چارواکو غونډه د ملي امنیت د سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشرۍ په ۲۰۷ ظفر قول اردو کې جوړه شوه.
د ملي امنیت شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د غونډې په پیل کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړې توګه په کابل کې پر مخابراتو وزارت د پروني ترهګریز برید د شهیدانو روح ته دعا وشوه او د لا زیاتو امنیتي تدبیرونو پر نیولو ټینګار وشو.
د لوېدیځ زون امنیتي چارواکو د اړوند ولایتونو د امنیتي وضعیت، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لاسته راوړنو او ستونزو په اړه خبرې وکړې.
د ظفر قول اردو چارواکو وویل، طالبان خپلو شومو موخو ته ونه رسېدل او زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو په قربانیو او مېړانې د دې ډلې د فعالیت مخه ونیوله او په راتلوونکي کې به هم د هغوی دسیسې شنډې کړي.
د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د لوېدیځ زون د لوړ پوړو امنیتي چارواکو د راپورونو له اورېدو وروسته وویل، ویاړم چې امنیتي او دفاعي ځواکونه په پوره مېړانې سره د افغانستان د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کوي.
د ملي امنیت سلاکار څرګنده کړه چې د افغانستان دښمنان هېڅ راز اسلامي او دیني اصولو ته ژمن نه دي او تل یې بې ګناه وګړي په نښه کړي دي.

محب زیاته کړه، افغانان باعزته سوله غواړي، د افغانستان دښمنان د پیاوړي نظام له موجودیت وېره لري او زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه به له هر ډول ګواښ سره مبارزه وکړي.
محب وویل، فساد او فساد کوونکي د افغانستان دښمنان دي او د دښمن په څېر به ورسره چلند وشي.
پای – ذ
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.