01 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سولې بهیر په خورا حساس پړاو کې

کابل / د غبرګولي ۱۲ مه / باختر په اختر...

څه دپاسه ديرش  جريبه دولتي ځمکه  دغاضبينو له منګولو څخه بېرته ترلاسه شول

څه دپاسه ديرش جريبه دولتي ځمکه دغاضبينو له منګولو څخه بېرته ترلاسه شول

کابل /دغبرګولې ١٢مه / باختر : دښار جوړولو او ځمکه والى...

دکاپيسا د ترافيکو دتنظيم آمر ترور شو .

دکاپيسا د ترافيکو دتنظيم آمر ترور شو .

کابل /دغبرګولې ١٢مه / باختر : ناپيژاندو وسله والو کسانو نن...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ډاکټر محب: په هرات کې له اختطاف او سازمان شویو جرمونو سره د مبارزې په هدف یوه هسته جوړېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د غويي د میاشتې ۱نېټه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب تېر ماښام په اختیارالدین کلا کې د هرات له سیمه ییزو چارواکو سره په کتنه کې وویل: په هرات کې له اختطاف او سازمان شویو جرمونو سره د مبارزې لپاره یوه هسته جوړيږي.
د ملي امنیت شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هرات ولایت سیمه ییزو چارواکو د هرات د ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې. هغوی وویل، د امنیت تامین په هرات ولایت کې د اقتصادي وضعیت د ښه والي لامل شوی دی.
د ملي امنیت سلاکار د سولې بهیر ته په اشارې وویل: سوله یوه وسیله ده چې موږ ثبات ته رسوي او هر بحث چې په هېواد کې د ثبات پر وړاندې خنډ‌‌ ګرځي، د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه دی.
د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه چې ټاکنې د افغانستان د خلکو د ستونزو حل یوازینۍ لاره ده او حکومت د آزادو او رڼو ټاکنو ترسره کېدو ته ژمن دی.
پای – ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.