24 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

اووه تنه داعشيان په کونړکې ووژل شول

اووه تنه داعشيان په کونړکې ووژل شول

کابل/باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۲مه د داعش دډلې اووه...

پنځه تنه غله ونيول شول

پنځه تنه غله ونيول شول

کابل/باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۲مه دهرات، تخار او بغلان...

شپږ تنه وسله وال طالبان د کابل په سروبي کې ونيول شول

شپږ تنه وسله وال طالبان د کابل په سروبي کې ونيول شول

کابل/باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۲مه دکورنيو چارو وزارت دپوليسو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس پر مخابراتو وزارت د پروني تروریستي برید له ځای څخه لیدنه وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د غويي د مياشتې١ نېټه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن غرمه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په وزارت کې د پرونۍ تروریستي پېښې له ځای او اوښتو زیانونو څخه لیدنه وکړه.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې امنیتي مسوولینو د ملکي تلفاتو د مخنیوي او د تروریستانو د ځپلو په موخه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پر وخت اقدام او عملیاتو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل.
جمهوررئیس غني د قربانیانو کورنیو، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ او کورنیو چارو وزارتونو او د رجال برجسته د امنیت او ساتنې ریاست مسوولینو او منسوبینوته یو ځل بیا د هغوی د کورنیو د غړو او همکارانو د شهادت تسلیت ووایه.
جمهوررئیس غني د زیاتو تلفاتو د مخنیوي، د ملکي مامورینو د ژغورنې او د تروریستانو د ځپلو په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلولۍ او سرښندنې وستایلې او اړوندو مسوولینو ته یې د شهیدانو له کورنیو او ټپیانو سره د بیړنیو مرستو لارښوونه وکړه.
د هېواد جمهوررئیس د پرونۍ تروریستي پېښې دمهارولو پرمهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ او اطلاعاتو فرهنګ وزارتونو د تخلیې په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو اقدام بې ساری وباله او مسوولینو ته یې د هغو سرتېرو د تقدیرولو دستور ورکړ چې د دغې پېښې په مهارولو کې یې اتلولۍ او ښې وړتیاوې ښودلې.
جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو همغږۍ او واحدې قوماندې ته په اشارې وویل، پرون موږ او ټول ملت شاهدان وو چې زموږ سرتېرو په واحده قومانده، واضح پلان او مدبرانه ترتیباتو هېوادوالو او دولتي املاکو ته د زیاتو تلفاتود اوښتو او ودانۍ ته د هغوی د ننوتلو مخه ونیوله او تروریستان یې د خپلو شومواعمالو په سزا ورسول.
جمهوررئیس غني وویل، ملت او دولت په مراتبو ویلي چې د جنګ د دوام لپاره هیڅ شرعي او واضح فکري دلیل وجود نه لري، دا د افغانستان په خلکو تپل شوی جنګ دی، خو هغوی چې لا هم د سوله ییز حل پرځای د جنګ پر دوام  ټینګار کوي، ملامت دي.
محمد اشرف غني پر ملکي وګړو او ادارو  برید د ذلت وروستۍ نښه وبلله او زیاته یې کړه، تروریستان چې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مخامخېدو جرئت نه لري، نو پر ملکي وګړو او عامه تاسیساتو بریدونه کوي او ډېرې کورنۍ د دوی له لاسه د غم په ټغر ناستې دي.
د هېواد جمهوررئیس وویل، جنګ د چا په ګټه دی؟  دربدرۍ، کډوالۍ او بې نظامي مو ولیدله، نور څه غواړئ؟  افغانان نظام غوښتوونکي او د نظم ملاتړي دي او د سولې مشورتي لویه جرګه کې به د دوی رسا غږ واورئ. هغه ډیر ژر په هېواد کې د ثبات، امنیت او سولې د تامین هیله څرګنده کړه.#
پای – ذ

Last modified on Sunday, 21 April 2019 13:01

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.