14 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

چين دافغانستان په مشرۍ دسولې دخبرو اترو ملاتړکوي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردثور ٢٤مه :
دهېواد دبهرنيوچارو وزير صلاح الدين رباني په کابل کې  دچين دولسي جمهوريت له سفير  ليوجينسانګ  سره وکتل .
دچين سفير دافغانستان په مشرۍ او مالکيت دسولې دبهير او دافغانستان ددولت او طالبانو ترمنځ دمستقيمو خبرو اترو دپيل  په اړتيا دخپل هېواد په ملاتړ  ټينګار وکړ او په افغانستان کې دچين دپرمختيايي پروژو په باب معلومات ورکړل .
دهېوا دبهرنيو چارو وزير دسولې دبهير او په افغانستان کې دوروستيو وچکاليو له مصيبت ځپلو سره  دچين دبشري مرستو په اړوند ددغه هېواد له دريځ څخه مننه وکړه او دمهاجرت  دنړيوال سازمان  دمعاونيت د څوکۍ  لپاره  دافغانستان له  نوماندې څخه چې انتخابات يې په راتلوونکې مياشت کې  په ژينو کې ترسره کېږي  دچين هېواد دملاتړ غوښتنه وکړه .
  ختم_ ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.