21 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهورريیس غني د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان سره د ټاکنو د امنیت په اړه خبرې وکړې

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٩مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد...

جمهورريیس غني د افغانستان لپاره د ناروې د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره وکتل

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٩مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد...

د نمک آب ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه

تالقان / باختر/ د چنګاښ ٢٩ مه د تخار د نمک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

مبطوعاتي اعلاميه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردثور ٢٤مه :
په جلال اباد ښار کې د تروریستي پېښو په اړه مطبوعاتي اعلامیه
د افغانستان دښمنانو او فتنه ګرو د خپلو جنایتونو په دوام تيره شپه په جلال اباد ښار کې د تروریستي  بریدونو په پایله کې زموږ یو شمېر هیوادوال،  شهیدان او ټپیان کړل.
د افغانستان او اسلامي هیوادونو دیني عالمانو په غوڅ اکثریت پر افغانستان تپل شوې جګړه مردوده، افغان وژنه او فتنه وبلله، مګر تروریستي ډلې ان د روژې په مبارکه میاشت کې هم پر دغه نامشروع جنګ ټینګار کوي او د خلکو له وژلو لاس نه اخلي.
تروریستانو او د دوی ملاتړو ان د روژې په مبارکه میاشت کې پر عامو خلکو د تروریستي برید په ترسره کولو سره  یوځل بیا ثابته کړه چې هغوی الهي امر او د ولس اجماع ته چې سوله ده، درناوی نه لري.
د هېواد جمهوررئیس د دغو وحشیانه بریدونو د سخت غندلو پرمهال وویل: تروریستان او د دوی ملاتړي پر ملکي تاسیساتو او عامو خلکو د دغه ډول جنایتکارانه بریدونو په ترسره کولو سره، پر روښانه راتلونکي زموږ د خلکو باور او اراده نشي کمزورلې کولی.
جمهوررئیس غني د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او د خدای تعالی په دربار کې ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوي. #
پاى-فضل واحد 

Last modified on Wednesday, 15 May 2019 06:26

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.