21 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهورريیس غني د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان سره د ټاکنو د امنیت په اړه خبرې وکړې

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٩مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد...

جمهورريیس غني د افغانستان لپاره د ناروې د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره وکتل

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٩مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد...

د نمک آب ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه

تالقان / باختر/ د چنګاښ ٢٩ مه د تخار د نمک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغانستان او اروپایي ټولنې دویمه ګډه کمېټه د دوه اړخیزو اړیکو پراخېدو ښکارندویي کوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردثور ٢٤مه
۱. د مشارکت او پراختیا (CPAD) لپاره د افغانستان او اروپایي ټولنې د همکارۍ هوکړه لیک دویمه ګډه کمېټه نن په کابل کې تر سره شوه. دغه کمېټه د افغانستان او اروپایي ټولنې ترمنځ د مشارکت او پراختیا د همکاریو هوکړه لیک چې په ۲۰۱۷ کال کې لاسلیک شوی وو د پلي کولو څارنه کوي، څو د دوه اړخیزو اړیکو ټینګښت لپاره د دواړو لوریو ژمنې د جامع مشارکت له لارې څرګندې شي.  
لومړۍ کمېټه د ۲۰۱۸ کال فبرورۍ په میاشت کې په بروکسل کې جوړه شوه.
۲. کمېټه د افغانستان او اروپایي ټولنې د کاري ډلې پرمټ تېره اوونۍ پیل شوې وه. د پراختیا په بنسټ ځانګړی کاري ګروپ، د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا په بنسټ کاري ګروپ، د بشر حقونو، ښې حکومتولۍ او ګډوالو په اساس کاري ګروپونه.
  ۳. ګډې کمېټې د افغانستان او اروپایي ټولنې کورني بدلونونه او په دې سربېره یې سیمه يیزه او نړیواله پراختیا وڅېړله. افغانستان او دې ټولنې په ځانګړي ډول د پراختیایي همکاریو، سوداګرۍ، پانګونې، ښې حکومتولۍ، بشرحقونو، بشردوستانه مسائلو او کډوالۍ په تړاو هر اړخیزې خبرې وکړې.
دا راز دواړو لوریو د ټاکنو پروسې اودجمهوري رياست راتلونکو ټاکنو په تړاو  بحث وکړ، چې په افغانستان کې د دموکراسۍ د پیاوړتیا لپاره اړینې دي.
۴.ګډې کمېټې د افغانستان د سولې لپاره له اوسنۍ پروسې هرکلی وکړ او د افغانستان د خلکو پیاوړې ارادې لپاره یې د سولې په حل او فصل باندي ټینګار وکړ.  نه یوازي دا چې جګړې ته د پای ټکی کېږدي، بلکه د تېرو ۱۸ کلونو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې لاسته راوړنې، په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او اقلیت حقونه خوندي پاتي شي.
۵.کمېټې د افغانستان او اروپایي ټولنې د اسیا او اروپا اتصال له سټراتېژۍ سره په همغږۍ د اوږدمهاله همکاریو په موخه د ریښتینو ګامونو پورته کولو په تړاو بحث وکړ.
۶. د افغانستان هيئت مشرتوب د مالیې وزارت سرپرست ډاکټر محمد همایون قیومي، او د اروپایي ټولنې له لوري د اسیا پاسفیک لپاره د اروپایي ټولنې رئیس ګونارویګند، په غاړه درلوده.
۷. هيله ده چې د ګډې کمېټې را روانه ناسته په ۲۰۲۰ کال په بروکسل کې تر سره شي.فضل - واحد

 

Last modified on Wednesday, 15 May 2019 06:25

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.