05 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

کابل/ د زمري ۱۵ مه / باختر د افغانستان د اسلامي...

طالبانو په تخار کې يو سيمه ييز سندر غاړى وواژه

طالبانو په تخار کې يو سيمه ييز سندر غاړى وواژه

کابل / د زمري ١٥مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دسترې محکمې دعالي شورا غونډه جوړه شوه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردثور ٢٤مه :
دسترې محکمې عالي شورا نن دسترې محکمې درييس قانونپوه سيد يوسف حليم  په مشرۍ غونډه وکړه . 
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبرورکړ . شورا لومړى دمحکمو داجرااتو دارزونې په لړ کې  دنشه يي توکو او مسکراتو دجرمونو دڅيړنې، دابتداييه او استيناف محکمو د اجرااتو رپوټونه واوريدل .
  په تيرکال کې دپورتنيو محکمو  ترکار لاندې قضيې ٥٠٧ر١ قضيې وې  چې له دې جملې  څخه د ١٤١٨ دوسيو په باره کې دقرار او پريکړې په صادرولو سره قانوني تصميمونه نيول شوي او د ٢٢ پاتې دوسيو څيړنه روان کال ته ځنډول شوې ده .
وروسته په درې ګونو پريګړو ددولت  دقضاياو  دلوى رياست دبيا کتنې ددريو غوښتن ليکونو په باب دعدليې وزارت دمعين سيد محمد هاشمي او دقضيو دلورو په شتون خبرې وشوې له دې جملې څخه په عامه حقوقو پورې اړوند دوه غوښتن  ليکونه  دمدني محاکماتو داصولو  دقانون  د ٤٨٢ مادې دحکم ددرج شويو شرطونو پربنسټ  تاييد او دصادرو شويو قرارونو اوپريکړو  په لغو کولو سره دبيا څيړنې  لارښوونه وشوه
وروسته دانتخاباتي جرمونو دڅيړنې دمحکمو  دتشخيص په برخه کې  له قضايي  مراجعو څخه درسيدلو  استهداګانو په وړاندې دمتهم موقف،  دمدعابها دجرم وصف او اندازې  ، په يوه شرعي  وثيقه  او وکالت خط کې ملاحظې  طرحې او دوثيقو  دمثنې  داجرا دبيې ټاکنې ته په پاملرنې  سره دنافذه قوانينو دحکمونو په رڼا کې لازمې لارښوونې وشوې .
سربيره پردې دننګرهار داستيناف محکمې په دريو تنو سرغړونکو قاضيانو دلازمو  تاديبي موعيداتو تجويز او په مدني  اوجزايي قضيو کې دمحکمې دبدلون ديوشمير غوښتن ليکونو  څيړنه هم داجندا يوه برخه وه چې په هر مورد کې لازم تصميمونه ونيول شول .
  ختم_  عطاالله –اکرم

 

Last modified on Wednesday, 15 May 2019 06:11

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.