09 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

سمسور لغمان دوديزه آنلاين مشاعره تر سره شوه

کابل/ د چنګاښ ۱۸ مه/ باختر سمسور لغمان دوديزه پسرلنۍ مشاعره،...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغانستان او د امریکا د متحده ایالاتو حکومتونو له افغانستان سره د امریکا متحده ایالتونو د غیر نظامي مرستو ګډه څیړنه پیل کړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د غويي دمياشتې ٢۵مه
د افغانستان او د امریکا متحده ایالتونو حکومتونو پرون له افغانستان سره د امریکا د متحده ایالاتو د مرستو ګډه څیړنه پیل کړه. دغه څیړنه چې د روانې میاشتې تر پایه به دوام وکړي، د افغانستان حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناوو په چاروکې د جمهوری ریاست د عالي مقام ستر سلاکار محمد همایون قیومي او د مرکزي او جنوبي آسیا لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر مرستیالې آغلې آلیس ولز له لوري پیل شوه.
د اجراییه ریاست د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د غیرنظامي مرستو ګډه څیړنه، د افغانستان جمهوررییس محمد اشرف غني په وړاندیز او د امریکا د متحده ایالاتو په تائید ترسره کیږي چې د ستراتیژیکو همکاریو، د افغانستان حکومت د پراختیایې لومړیتوبونو سره همغږۍ، لاسته راوړنې او ستونزو پیژندلو په برخه کې تمرکز لري.
د دغې څیړنې له مخې د روڼتیا، ځواب وینې او په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د غیر نظامي مرستو لومړیتوب ټاکلو، د افغانستان د بنسټونو او د خلکو هوساینې له ودې څخه ملاتړ کوي او دواړه اړخونه هوکړه کوي چې د امریکا غیر نظامي مرستې باید د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ او د ځان بسیاینې د پیاوړتیا لپاره دوام وکړي.
د امریکا متحده ایالات د افغانستان له حکومت سره په همغږۍ، د روغتیا، پوهنې،  اقتصادي ودې، انرژۍ، زیربنا سکټورونو همد اشان د بشردوستانه او د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخو کې غیر نظامي مرستې برابروي.
په افغانستان کې د امریکا پانګونه د افغانستان له اقتصادي ودې څخه د ملاتړ لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو په چوکاټ کې تر سره کیږي.
د یادونې وړ ده چې د امریکا متحده ایالات او افغانستان د افغانستان ځان بسیاینې ته د رسیدو لپاره د نږدې همکاریو د دوام غوښتوونکي دي.#

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.